د بي آئي اېس پي چيئرپرسن روبينه خالد سول لائن ګزري كښې د بي آئي اېس پي ډائنامك رجسټري دوره٬عملې ته د مستحق ميرمنو بائيوميټرك تصديق او د سمونو وركولو په اړه د رهنمائۍ امر

اسلام آباد۔19 دسمبر (اے پی پی)د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر رويبنه خالد د پيپلز پارټۍ ځايې مشرتابه او د سندھ حكومت وياند سره كراچۍ كښې د سول لائن ګزري كښې د بي آئي اېس پي ډائنامك رجسټرۍ سينټر٬ډسټركټ آفس كيماړي او تحصيل آفس هاربر دوره كړې ده ۔د جمعې په ورځ جاري شوې اعلاميې مخې سينيټر روبينه خالد د مستحق ميرمنو د سوشل پروټيكشن اكاؤنټس لپاره د وړيا سمونو …

اسلام آباد۔19 دسمبر (اے پی پی)د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر رويبنه خالد د پيپلز پارټۍ ځايې مشرتابه او د سندھ حكومت وياند سره كراچۍ كښې د سول لائن ګزري كښې د بي آئي اېس پي ډائنامك رجسټرۍ سينټر٬ډسټركټ آفس كيماړي او تحصيل آفس هاربر دوره كړې ده ۔د جمعې په ورځ جاري شوې اعلاميې مخې سينيټر روبينه خالد د مستحق ميرمنو د سوشل پروټيكشن اكاؤنټس لپاره د وړيا سمونو وركولو د عمل جاج اوغست ٬ دا سمونه بيخي وړيا وركړے كېږي كوم چې يوازې د بي آئي اېس پي ادائيګۍ په مركزونو ترلاسه كېږي او د بي آئي اېس پي تربيه لرونكې عمله د ميرمنو ډيجيټل والټس فعاله كوي۔دې ميرمنو ته هدايت وكړو چې دې سيمونو او د استعمالېدونكې موبائل فونز حفاظت وكړي ٬راتلونكې ټول وظيفې به هم د دې ډيجيټل والټس د لارې منتقل كولې شي كومې به چې د دې ميرمنو ملكيت وي۔ميډيا نمائندګانو سره په خبرو كښې سينيټر روبينه خالد ووئېل د پاكستان صدر او وزيراعظم په خاص هدايات سوشل پروټيكشن والټس اجرا كړے شوي دغسې چې د ادائيګۍ نظام كښې نوره سپيځلتيا باوري كړی شي۔