اروپا د روس خلاف د يوكرېن ملاتړ له د 105 بلين ډالرو پور وركولو ته اتفاق وكړو

برسلز ۔19 دسمبر (اے پي پي) اروپائي ائتلاف د روس خلاف د يوكرېن ملاتړ له د 105 بلين ډالرو پور وركولو ته اتفاق كړے دے۔ د الجزيره راپور تر مخه د يورپي يونين كونسل صدر انتونيو كوسټا وئېلي دي د اروپائي ائتلاف لارښودو يوكرېن ته راروانو 2 كالو لپاره د عسكري او اقتصادي ضروريات تر سره كولو لپاره د سود نه غېر پور وركولو ته اتفاق كړے دے۔ د سفارتكارو …

برسلز ۔19 دسمبر (اے پي پي) اروپائي ائتلاف د روس خلاف د يوكرېن ملاتړ له د 105 بلين ډالرو پور وركولو ته اتفاق كړے دے۔ د الجزيره راپور تر مخه د يورپي يونين كونسل صدر انتونيو كوسټا وئېلي دي د اروپائي ائتلاف لارښودو يوكرېن ته راروانو 2 كالو لپاره د عسكري او اقتصادي ضروريات تر سره كولو لپاره د سود نه غېر پور وركولو ته اتفاق كړے دے۔ د سفارتكارو وېنا ده لارښودو پرېكړه وكړه چې د روس خلاف د يوكرېن دفاع په غرض د سرمايه كارۍ لپاره د روسيه د كنګل شوو اثاثو په ځائے به د كېپټل ماركيټ نه پور اغستلے شي۔ د ائتلاف د كونسل صدر په سوشل ميډيا ميډيا پوسټ كښې ووئېل يوكرېن ته د كال 2025۔26 لپاره به 90 بلين يورو (د 105 ارب ډالر ) د مرستې وركولو پرېكرې منظوري وركړې شوې ده ۔ هغوي د فنډنګ ذرائعو وضاحت ونه كړو خو د سر مشريزې غونډې نتيجو په مسوده كښې وئېلې شوي چې دا سرمايه به د اروپائي ائتلاف د بجټ خلاف د خوندي كېپټل ماركيټس نه راځي خو د روسه د مركزي بانك د كنګل شوو اثاثو په كارولو هم خبرې روانې دي۔ د روس نه جنګي پور تر لاسه كېدو نه پس به يوكرېن د مشتركه پور په بنياد د اروپائي ائتلاف پور بېرته ستنوي۔ تر هغه وخت به د روسيه اثاثې كنګل وي او د ائتلاف متن تر مخه د پور وركولو لپاره د دغې د كارولو حق هم محفوظ لرو۔

مزید خبریں