ملګرو ملتونو د پاك هند جنګ په اړه رپورټ كښې د پاكستاني دريځ تصديق ٬ د پاكستان په حدود كښې د هند جارحيت د يو اين چارټر خلاف ورزي وګرځولې شوه

اسلام آباد۔ 19دسمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو سږ كال مئي كښې د پاك – هند جنګ په اړه خپل راپور جاري كړے دے په كوم كښې چې د پاكستان دريځ او د بيانيه بشپړ تصديق شوے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په مئي كښې په پاك هند جنګ د ملګرو ملتونو د خاص پوهانو په تفصيلي رپورټ كښې د هند آپرېشن سندور د نړيوال قانون خلاف ورزي ګرځولو سره …

اسلام آباد۔ 19دسمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو سږ كال مئي كښې د پاك – هند جنګ په اړه خپل راپور جاري كړے دے په كوم كښې چې د پاكستان دريځ او د بيانيه بشپړ تصديق شوے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په مئي كښې په پاك هند جنګ د ملګرو ملتونو د خاص پوهانو په تفصيلي رپورټ كښې د هند آپرېشن سندور د نړيوال قانون خلاف ورزي ګرځولو سره د پاكستان د دريځ او بيانيه بشپړ تصديق شوے دے۔ پوهانو په رپورټ كښې د هند په يو اړخيزه ګامونو سخت ټكونه كولو سره د پهلګار بريد غندنه او ذمه وارو ته د قانون له مخې د سزا په وركولو زور راوړے دے۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي پاكستان په بريد كښې د لاس لرلو ترديد سره د بې پرې او سپېځپلو پلټنيو غوښتنه كړې وه ۔ په 7 مئی هند د آپرېشن سندور لاندې د پاكستان په حدود كښې د طاقت استعمال كړو كوم چې د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي وه۔ دغسې د هند آپرېشن سندور د نړيوال قانون خلاف ورزي وه۔ هغوي وئيلي دي هند دې د زړه نه په سندھ طاس لوظنامه عملدرآمد وكړي۔ راپور له مخې هند د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيكل 51 لاندې سكيورټي كونسل ته رسمي اطلاع ورنكړه او دا هم د اړينې تګلارې خلاف ورزي ده ۔ د پاكستان حد دننه د هند بريدونو په نتيجه كښې ځينې وګړي مړه او ځينې نور ژوبل شول۔ پوهانو ووئيل د هند اقدام كه يو مسلح بريد وګرځولے شي نو پاكستان د خپلې دفاع حق لري۔ په رپورټ كښې غوښتنه شوې چې هند دې د پاكستان د حقونو له خلاف ورزيو څخه منع شي او د اوبو بندولو د لاسه د رامخې ته كېدونكو بشري حقونو خلاف ورزيو څخه دې ډډه وكړي۔ د ملګرو ملتونو پوهانو مودي حكومت ته لېږلې شوې سوالنامه كښې پوښتنه كړې چې آيا هند د خپلو تورونو ثابتولو له كوم ثبوت لري كنه؟ آيا هند به د طاقت كارولو د لاسه د شوي انساني ځانونو زيان ازاله وكړي؟ آيا هند به د سندھ طاس لوظنامې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ ملګرو ملتونو ووئيل آيا هند به د پاكستان د بنيادي بشري حقونو خيال اوساتي؟ آيا هند د كشمير شخړې سولئيز حل لپاره د ګامونو پورته كولو اراده لري؟ هند ته په 60 ورځو كښې د ځواب وركولو وئيلې شوي كوم به چې د راپور سره د هيومن رائټس كونسل ته وړاندې كولې شي