ملګري ملتونه ۔19دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پاكستان لخوا وړاندې كړے شوے يو قرارداد منظور كړے دے په كوم كښې چې د نوآبادیاتی او د بهرنۍ قبضې لاندې د پاتې كېدونكو قامونو د خپلواكۍ حق يو وارې بيا توثيق شوے دے۔ دا قرارداد په متقفه توګه منظور كړے شو۔ پاكستان كال1981 څخه پرله پسې دا قرارداد وړاندې كوي چې مقصد يۍ د نړۍ پام هغه قامونو …
د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستان قرارداد منظور ٬ د مقبوضه قامونو د خپلواكۍ حق توثيق

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔19دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پاكستان لخوا وړاندې كړے شوے يو قرارداد منظور كړے دے په كوم كښې چې د نوآبادیاتی او د بهرنۍ قبضې لاندې د پاتې كېدونكو قامونو د خپلواكۍ حق يو وارې بيا توثيق شوے دے۔ دا قرارداد په متقفه توګه منظور كړے شو۔ پاكستان كال1981 څخه پرله پسې دا قرارداد وړاندې كوي چې مقصد يۍ د نړۍ پام هغه قامونو پلو ګرځول دي كوم چې اوس د خپلواكۍ خپل نه منسوخ كېدونكي حق لپاره ستړې كوي په كومو كښې چې د مقبوضه جموں وكشمير او فلسطين اولس هم شامل دے۔ په دې موقعه اسمبلۍ د لكھونو په شمېر د كډوالو او بې كوره شوو كسانو په ناوړه حالت د افسوس څرګندونه وكړه او د هغوي د دې حق توثيق يۍ وكړو چې هغوي په رضاكارانه توګه د حفاظت او عزت سره خپلو كورونو ته بېرته لاړ شي۔ په قرارداد كښې د بشري حقونو په كونسل زور راوړلے شو چې هغه غېر ملكي پوځي مداخلت ٬ د جارحيت يا قبضې په نتيجه كښې د بشري حقونو روانو خلاف ورزو په خاص توګه د خپلواكۍ خلاف ورزو ته خصوصي پام وګرځوي










