ملګري ملتونه دې پخپلو قراردادونو بې پرې او يو برابر عملدرامد باوري كړي٬ د نړيوال قانون دې د كومې استثنا نه غېر پاسداري وكړي۔ پاکستان

ملګري ملتونه 19 دسمبر (اے پي پي) پاکستان جمو و کشمير او د فلسطين په صورتحال رڼا اچولو سره په ملګرو ملتونو زور راوړے دے چې ملګري ملتونه دې پخپلو قراردادونو غېر جانبدار او يو ډول عملدرامد باوري كړي٬ د نړيوال قانون دې د كومې استثنا نه غېر پاسداري وكړي ځكه چې په فلسطين او د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې اولس د ملګرو ملتونو …

ملګري ملتونه 19 دسمبر (اے پي پي) پاکستان جمو و کشمير او د فلسطين په صورتحال رڼا اچولو سره په ملګرو ملتونو زور راوړے دے چې ملګري ملتونه دې پخپلو قراردادونو غېر جانبدار او يو ډول عملدرامد باوري كړي٬ د نړيوال قانون دې د كومې استثنا نه غېر پاسداري وكړي ځكه چې په فلسطين او د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې اولس د ملګرو ملتونو لخوا د منلې شوې خپلواكۍ حق نه محروم ساتلے كېږي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون د نوآبادياتۍ خاتمې نړيوال ورځ په موقع جنرل اسمبلۍ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د خپلواكۍ حق يو (وقتي) يا د ماضي تصور نه دے بلكې يوه ژوندۍ او پرله پسې نړيواله ذمه واري ده كومې څخه چې سرغړونه د نړيوال امن لپاره خطر ده۔ ده واضحه كړه چې په كال1960 كښې “نوآبادياتي هېوادونو او اولس ته د آزادۍ وركولو اعلاميه” او د ډي کالونائزيشن ايجنډا يوازې تر غېر خپلواكه سيمو محدود نه وه بلكې په ھغه ټولو قامونو ئې اطلاق لرلو كوم چې د غېر ملكي قبضه، جبر او د بهرني تسلط ښكار وو۔ ده ووئيل اصل مقصد دا پكار ٶ چې ګرده نړۍ كښې ټول محكوم اولس ته د دوي د خپلواكۍ ناقابلِ تنسيخ حق كارولو بشپړه موقع وركړې شي۔ د مېنځني ختيز په موجوده صورتحال ده ووئيل د فلسطين اولس د خپلواكۍ جائز حق پرله پسې د خلاف ورزۍ په نتيجه كښې تل پاتې امن ممكن نه دے۔ ده زياته كړه چې د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د يو شمېر قراردادونو د لارې د جمو و کشمير اولس د خپلواكۍ حق تسليم شوے او د دې زړې شخړې منصفانه هوارے په سوئيلي آسيا كښې د مستقل او تل پاتي امن لپاره کليدي حيثيت لري۔ ده په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې نوآبادياتي نظام دې د ھغه ټولو شكلونو او مظاهرو پشمول بشپړ او په مشروط توګه ختمولو لپاره د نوي عزم سره اقدامات وكړي۔