د خاص ماشومانو مرسته زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده، وزيراعظم شهباز شريف په اسلام آباد كښې د آټزم سينټر آف ايکسيلنس د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته وېنا

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په پلازمينه اسلام آباد كښې د خاص ماشومانو بحالۍ په اړه د آټزم سينټر آف ايکسيلنس د بنياد تيګه كېښوده٬ په دې موقع وزيراعظم ووئيل خاص ماشومانو ته تعليم ٬ تربيه او د هنر په وركولو دوي د ټولنې فعاله وګړي جوړول ضروري دي٬ د خاص ماشومانو مرسته كول زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده، د حکومت فرض …

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په پلازمينه اسلام آباد كښې د خاص ماشومانو بحالۍ په اړه د آټزم سينټر آف ايکسيلنس د بنياد تيګه كېښوده٬ په دې موقع وزيراعظم ووئيل خاص ماشومانو ته تعليم ٬ تربيه او د هنر په وركولو دوي د ټولنې فعاله وګړي جوړول ضروري دي٬ د خاص ماشومانو مرسته كول زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده، د حکومت فرض دے چې خاص ماشومانو لپاره ټول وسائل پكار راولي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د خاص ماشومانو په اړه د آټزم سينټر آف ايکسيلنس د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د خاص ماشومانو خدمت لپاره يو شمېر ادارې د څو لسيزو راهسې كار كوي٬ آټزم لپاره د سينټر آف ايکسيلنس دلته د بنياد تيګه اېښودلې شوې ده٬ په دوو كالو كښې به دا اداره بشپړه شي خو ما امر كړے چې د دوو كالو په ځاے بايد په يو كال كښې كار تر سره كړے شي، په دې لړ كښې د تعليم وفاقي وزير او د تعليم سيکرټري باور راكړے دے چې دا اداره به په يو كال كښې جوړېدل مكمل شي۔ وزيراعظم ووئيل كه يو ماشومان د يو صلاحيت نه محروم شي نو لوي څښتن ورته نور بلها صلاحيتونه٬ حکمت، بصيرت او قابليت وركوي، خاص ماشومان د قام ماشومان دي٬ د حكومت فرض دے چې دوي لپاره ټول ترلاسه وسائل كارولو سره دوي په ټولنه كښې پخپلو پښو د اودرولو جوګه كړي، دوي لپاره د تربيې بهترين مركزونه، استاذان، جديد آلات او د ټيکنالوجۍ انتظام وكړي۔ وزيراعظم ووئيل نن چې كومو خاص ماشومانو دلته د خپلو صلاحيتونو څرګندونه كړې ده هغه د يو عام ماشوم د صلاحيتونو نه كم نه دي، دوي دلته ګرد هېواد لپاره د مينې ٬ وحدت او ايثار ګلونه شيندلي شوي، ماشومانو چې د كومې كاركردګۍ مظاهره وكړه د ستائنې وړ ده٬ بايد د بېت المال چيئرمين هم د خپلې ادارې لخوا مرسته وكړي، د دې نه علاوه چې څوك هم په دې كار خېر كښې برخه اخلي ھغوي ته به په دنيا او اخرت كښې اجر تر لاسه كېږي، ده ووئېل د خاص ماشومانو مرسته زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ په خاص توګه د ماشومانو تربيې لپاره د مور پلار هڅو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ ځكه چې ھغوي چېلنجز هم زغمي۔ په دې موقع وزيراعظم د خاص ماشومانو تګ راتګ لپاره ادارې له د لسو كوچز وركولو هم اعلان وكړو۔ ده ووئيل دا لس كوچز د ګرانټ په توګه وركړې شوي دغسې چې د ريډ رېبن خنډ نه وي۔ د دې نه وړاندې ماشومانو قامي سرود اورولو سره وطن سره د مينې څرګندونه وكړه او د خپل فن څرګندولو نه علاوه ئې ټيبلوز وړاندې كړل٬ د كوم چې وزيراعظم بشپړ داد وركړو۔ وزيراعظم په دې موقع خاص ماشومانو سره ملاقات وكړٶ او دوي سره يې د مينه وكړه۔