په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان په لوېديزه افريقه كښې د ترهګرۍ خلاف د شرېكې كارروايۍ غوښتنه

ملګري ملتونه ۔19دسمبر(اے پی پی) پاكستان د لويدېزې افريقې او ساحلي سيمې په ناوړه شوي امنيتي وضعه سختې اندېښنې ښكاره كولو سره د ترهګرۍ په ضد فعاله او كوټلي اقدامات لپاره د سيمه ايزې او نړيوالې همكارۍ په زياتولو زور راوړے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن آصف خان د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب كښې ووئيل د منطقې د غړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه باور ته وده …

ملګري ملتونه ۔19دسمبر(اے پی پی) پاكستان د لويدېزې افريقې او ساحلي سيمې په ناوړه شوي امنيتي وضعه سختې اندېښنې ښكاره كولو سره د ترهګرۍ په ضد فعاله او كوټلي اقدامات لپاره د سيمه ايزې او نړيوالې همكارۍ په زياتولو زور راوړے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن آصف خان د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب كښې ووئيل د منطقې د غړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه باور ته وده وركول د ترهګرۍ په ضد ګډې تګلارې لپاره ضروري ده۔ په غونډه كښې لوېديزې افريقې او ساحلي سيمې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (یو اېن او ډبلیو اېس) په صورتحال بحث وكړے شو۔ آصف خان د جماعت نصرۃ الاسلام والمسلمین، اسلامک اسټېټ ساحلي صوبه، اسلامک اسټېټ وېسټ افریقه صوبه او د بوکو حرام په څير د ترهګر ډلو په زياتېدونكو فعاليتونو ژوره اندېښنه ښكاره كړه۔ ده ووئيل دا ډلې پرانستو پولو ٬ د غېر قانوني قاچاق لارو ٬ آن لائن انتها خوښۍ او مجرمانه نېټ وركس څخه ګټه پورته كوي۔ پاکستانی استازي په دې زور راوړو چې د اي سي او ډبلیو اے اېس، اکرا انېشی اېټو او ملټی نېشنل جوائنټ ټاسک فورس په څير سيمه ايز فرېم ورك دې لا مضبوط كړے شي۔ ده د یو اېن او ډبلیو اېس لخوا د مكالمې او تعميري رابطو ته د ودې وركولو هڅو ملاتړ هم اعلان كړو۔ ده نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې په منځنۍ ساحلي سيمه كښې 69 لكھه څخه د زياتو كسانو ضرورتونه زر تر زره ترسره كړي۔ ده ووئيل دلته لیک چاډ بېسن كښې د بوکو حرام او اسلامک اسټېټ وېسټ افریقه صوبه په بريدونو كښې شدت راغلے دے٬ دغسې د نائجیریا په قطبي او لوېديزو سيمو كښې دلاکوروا ډلې پوځ لپاره نوې سېكورټي چېلنجز رامخې ته كړې دي

مزید خبریں