اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د جمعې په ورځ د چمن ضلعې او چمن چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری سره تعلق لرونكو تاجرانو او كميونټي استازو سره د پولئيز تجارت په اړوندو مسئلو د اعلی كچې مشاورتي غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د پاك – افغان پولې چمن كراسنګ بيا بيا او تر ډېرې مودې بندېدو له امله په پېښو ستونزو بشپړ غور …
د تجارت وفاقي وزير په مشرۍ كښې غونډه ٬ د چمن كراسنګ بندېدو د لاسه په پيښو ستونزو غور

مزید خبریں
اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د جمعې په ورځ د چمن ضلعې او چمن چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری سره تعلق لرونكو تاجرانو او كميونټي استازو سره د پولئيز تجارت په اړوندو مسئلو د اعلی كچې مشاورتي غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د پاك – افغان پولې چمن كراسنګ بيا بيا او تر ډېرې مودې بندېدو له امله په پېښو ستونزو بشپړ غور وشو۔ ګډون كوؤنكو ووئيل د پولې بندېدلو سره سوداګر د مالي زيانونو سره مخ دي۔ د خرابېدونكو څيزونو برآمدات كښې خنډان رامخې ته شوي ٬ په بې روزګارۍ كښې زياتوالے راغلے او په پولئيز تجارت تكيه كونكې ځايي آبادي معاشي ستونزو سره مخ شوې ده۔ وفاقی وزیر جام کمال خان د سټېك هولډرز تحفظات په غور واورېدل او باور يۍ وركړو چې د تجارت وزارت به پولئيز تجارت سره د اړوندو ټولو ستونزو حل كولو له بشپړه مرسته وكړي۔ وفاقی وزیر په ډاګه كړه چې د پولې پرانستلو يا تړلو پرېكړه د مجموعي حكومتي پالېسۍ له مخې وي او دا پرېكړه يوازې د تجارت وزارت نه كوي بياهم د تجارت وزارت قانوني او جائز تجارت ته ودې وركولو له خپل كردار ترسره كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت به پولئيز تجارت سره د اړوندو مسئلو حل او د چمن اولس او سوادګرې ورورولۍ معاشي ګټې تحفظ له جدي ګامونه پورته كول روان ساتي۔










