اسلام آباد۔19 دسمبر (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي د مالديپ دورې په موقع د مالديپ نائب صدر عز حسين محمد لطيف سره ملاقات كړے چې پكښې په پاك مالديپ اړيكو او مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې سپيكر په دې موقع خبرو كښې ووئيل پاكستان مالديپ سره د ملګرتيا …
د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي د مالديپ نائب صدر عزحسين محمد لطيف سره ملاقات٬ په دوه اړخيزه اړيكو٬مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔19 دسمبر (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي د مالديپ دورې په موقع د مالديپ نائب صدر عز حسين محمد لطيف سره ملاقات كړے چې پكښې په پاك مالديپ اړيكو او مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې سپيكر په دې موقع خبرو كښې ووئيل پاكستان مالديپ سره د ملګرتيا او ورورولۍ اړيكو ته لويې اهميت وركوي٬پاك مالديپ اړيكې په شريك مذهب٬اخوت او قوي اولسي روابط قائم دي٬ د پولې پورې غاړې څخه ترهه ګرۍ يو سنګين سيمه ايز او نړيوال چېلنج دے٬ د كراس بارډر ترهه ګرۍ خاتمې لپاره شريكې هڅې ضروري دي٬پاكستان د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله فتنه الخوارج ترهه ګرۍ سره مخ دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د فلسطيني اولس په ضد د اسرائيلي ظلمونو او د خوراك او داروګانو د بندېدو غندنه وكړه ۔ ده ووئېل د كشمير اولس د حق خود اراديت څخه محروم ساتل د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده٬آرټيكل 370 او 35 –A منسوخۍ څخه د كشميريانو قانوني پیژندګلي او د ملكيت حق سلب شوے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر هند كښې د اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو په ضد زيات شوې امتيازي سلوك او عدم برداشت د تشويش څرګندونه وكړه او وې وئېل د بهار وزيراعلٰی لخوا مسلمانې ميرمنې نه حجاب راښكل د غندنې وړ او شرمناك دے٬ د مذهبي آزادۍ او د ميرمنو بې حرمتي د غندنې وړ ده ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پیښې غندنې په ځاے د هند د ځينې سياسي عناصر لخوا د دې طرز عمل په ملاتړ د افسوس څرګندونه وكړه ٬ ده ووئېل د اقليتونو بنيادي حقونو تحفظ د نړيوالې ورورولۍ شريكه ذمه واري ده۔د مالديپ نائب صدر ووئيل په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے٬سېلګرۍ او اعلٰی تعليم كښې د پاك مالديپ مرستې پراخه امكانات موجود دي٬نائب صدر د مالديپ اولسي روابطو او تعليمي مرسته د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره مهمه وګرځوله ۔ د پاكستان پارليماني پلاوي كښې ایم این ایز صلاح الدین جونیجو، نوید عامر جیوا، محمود قادر خان، بلال فاروق تارړ، محمد بلال بدر او دانیال احمد شامل دي۔










