اسلام آباد۔19دسمبر (اے پي پي) د تجارت ودې او د تجارتی سامان امنيت مؤثره جوړولو لپاره د نیشنل لاجسټکس کارپوریشن (این ایل سي) جدید ترین سکینر سسټم نصب كړے دے ۔دا جدید سکینرز په پاک چین سرحد سوست ډرائي پورټ او په پاک ایران سرحد ګبد بارډر ټرمینل كښې نصب کړے شوي دي ۔ دا جدید سکینرز يوازې په 22 سیکنډ كښې د ګاډو سکین کولو صلاحیت لري ، چې …
پاک چین او د پاک ایران سرحدي تجارت كښې مهم پېشرفت

مزید خبریں
اسلام آباد۔19دسمبر (اے پي پي) د تجارت ودې او د تجارتی سامان امنيت مؤثره جوړولو لپاره د نیشنل لاجسټکس کارپوریشن (این ایل سي) جدید ترین سکینر سسټم نصب كړے دے ۔دا جدید سکینرز په پاک چین سرحد سوست ډرائي پورټ او په پاک ایران سرحد ګبد بارډر ټرمینل كښې نصب کړے شوي دي ۔ دا جدید سکینرز يوازې په 22 سیکنډ كښې د ګاډو سکین کولو صلاحیت لري ، چې ورسره به د کلیئرنس عمل كښې ښكاره تندي راشي او د کنټینرز د انتظار وخت به تر ډېره حده كم شي ۔ په مهمو تجارتي راهداریو دې پیشرفت سره مجموعي تجارتي کارکردګۍ كښې واضحه ښه والے راتللے شي ۔ د مصنوعي زېركتيا لرونكې سکینرز د کوډ درست شناخت سره سره د تجارتي سامان ساخت د باریک بینۍ سره د تجزیه كولو صلاحیت هم لري۔ د هر سکین د لارې تر لاسه كېونكې ډیټا په تجارتي عمل كښې سپېځلتيا ته وده وركوي ، دغسې د معائنې مرحلو كښې د انساني مداخلت کمېدو سره به قانوني تجارت لا تند او مؤثر شي ۔ د چین او ایران سره د زياتېدونكې تجارت په تناظر كښې دا پیشرفت ډېر مهم ګرځولے كېږي۔ دا اقدام به سرحدي تجارت ته ودې او د سيمه ايزو روابطو استحکام كښې مهم کردار ادا كړي ۔










