د پهلګام پيښې په اړه د ملګرو ملتونو په جائزه رپورټ كښې د پاك پروردګار په فضل د پاكستان دريځ تسليم كړے شو : وفاقي وزير طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د پهلګام پيښې په اړه د ملګرو ملتونو په جائزه رپورټ كښې د پاك پروردګار په فضل د پاكستان دريځ تسليم كړے شو۔ د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل پېغام كښې ده ووئيل د ملګرو ملتونو جائزه رپورټ كښې د پهلګام په پېښه كښې د هند پاكستان ككړ كولو …

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د پهلګام پيښې په اړه د ملګرو ملتونو په جائزه رپورټ كښې د پاك پروردګار په فضل د پاكستان دريځ تسليم كړے شو۔ د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل پېغام كښې ده ووئيل د ملګرو ملتونو جائزه رپورټ كښې د پهلګام په پېښه كښې د هند پاكستان ككړ كولو تورونه ثابتولو كښې ناكامه پاتے شو۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د مئي په 7 مه نېټه هند د پاكستان د حد دننه خپل طاقت وكارولو او دا د ملګرو ملتونو د چارټر په ضد كار دے۔ يو اېن او په خپل جائزه رپورټ كښې دا هم په ډاګه كړه چې كه د هند كارروائي يو مسلح بريد ګرځولے شي نو پاكستان د خپلې دفاع حق لري۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو په هند زور راوړے دے چې هغه دې د پاكستان د خپلواكۍ احترام وكړي او د قانوني حقونو خلاف وزريو څخه دې ډډه وكړي۔