د وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر امير شميم تميم بن حمد الثاني سره ټېليفوني تماس ٬ د قطر په قامي ورځ د قطر ورور اولس امن٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه

اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر ورور اولس امن٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونې سره د پاكستان او قطر ترمينځه د اوږدې مودې او ګڼ اړخيزه شراكتدارۍ لا قوي كولو لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلے وكړو۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر قامي ورځ په موقع د …

اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر ورور اولس امن٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونې سره د پاكستان او قطر ترمينځه د اوږدې مودې او ګڼ اړخيزه شراكتدارۍ لا قوي كولو لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلے وكړو۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر قامي ورځ په موقع د قطر امير شميم تميم بن حمد الثاني سره ټېليفوني تماس ونيولو او او قطري شاهي كورنۍ٬حكومت سره سره يې د قطر ورور اولس ته په قامي ورځ مباركي وركړه او د هغوي امن٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔وزيراعظم د قطر امير په زيرك قيادت كښې د قطر د لويو كاميابو او په نړيواله كچه زيات شوے اهميت وستائېلو۔ده د واړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د اوږدې مودې او ګڼ اړخيزه شراكتدارۍ لا قوي كولو لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلے وكړو ۔ خبرو اترو په مهال وزيراعظم غزه كښې د امن هڅو كښې د قطر د قدر وړ كردار هم وستائېلو۔ده د پاكستان او افغانستان ترمينځه د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره د قطر لخوا خبرو كښې د سهولت كارۍ ستائنه وكړه۔ سږ كال په پېل كښې د دوحه خپلو سركاري دورو ذكر كولو سره وزيراعظم د قطر امير ته په اتفاق سره د په ټاكلي نېټه د پاكستان سركاري دورې كولو لپاره د خپلې بلنې پخلے وكړو۔د قطر امير د قامي ورځ په موقع په مباركي وركولو د وزيراعظم مننه وكړه او راتلونكو ورځو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تاريخي٬ژورو ٬ د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره يې د خپل پوخ عزم څرګندونه وكړه