سپیکر سردار ایاز صادق په آسټرالیا كښې په بونډائي پیچ د ترهګرۍ بريد وغندلو

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په آسټرالیا كښې په بونډائي پیچ د ترهګرۍ بريد غندنې كولو سره د وګړو په ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل عام وګړي په نخښه كول يو سفاك٬ غېر انساني او په هر لحاظ سره د نفرت وړ پېل دے۔ ده ووئيل شهري آبادي، اولسي ځايونه او …

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په آسټرالیا كښې په بونډائي پیچ د ترهګرۍ بريد غندنې كولو سره د وګړو په ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل عام وګړي په نخښه كول يو سفاك٬ غېر انساني او په هر لحاظ سره د نفرت وړ پېل دے۔ ده ووئيل شهري آبادي، اولسي ځايونه او بې ګناه وګړي په نخښه كول د انسانیت، اخلاقیات او د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده۔ سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل د پاكستان پارلمان او اولس په دې سخت وخت كښې د اسټراليا پارلمان، حکومت او اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي۔