د آسټراليا په بونډائي پيچ بريد پاکستان سره تړل د افسوس وړ او غېر ذمه واره دے، د غلط رپورټنګ په سبب د هند ميډيا عزت ته شديد زيان رسېدلے۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي د آسټراليا په بونډائي پيچ بريد پاکستان سره تړل د افسوس وړ او غېر ذمه واره دے، د غلط رپورټنګ په سبب د هند ميډيا عزت ته شديد زيان رسېدلے، پاکستان د هر ډول ترهګرۍ په واضحه توګه غندنه كوي٬ په افغانستان كښې د ترهګرو موجودګي او ترهګرو ته د پاكستان په خاوره د …

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي د آسټراليا په بونډائي پيچ بريد پاکستان سره تړل د افسوس وړ او غېر ذمه واره دے، د غلط رپورټنګ په سبب د هند ميډيا عزت ته شديد زيان رسېدلے، پاکستان د هر ډول ترهګرۍ په واضحه توګه غندنه كوي٬ په افغانستان كښې د ترهګرو موجودګي او ترهګرو ته د پاكستان په خاوره د معاونت وركولو د باور وړ او كوټلې شواهد موجود دي۔ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ده ووئيل د هند ميډيا په پېښه غلط معلومات وړاندې كړي او پروپيګنډا يې كړې خو د دغې نه وروستو بريد كوٶنكي د هند نژاد او د هند پاسپورټ هولډر په توګه شناخت شول ۔ وياند ووئيل د يو پاكستاني نامه او عكس د تصديق نه غېر په ميډيا ښودلے شوے، غلط رپورټنګ سره يو بې ګناه كس او د ھغه كورنۍ ته خطر ورمخئ ته شوے۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د غلط رپورټنګ په سبب د هند ميډيا عزت ته شديد زيان رسېدلے، د هند ميډيا له ذمه واره او وظيفائي رويه خپلول پكار دي ۔ وياند د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د روسيه صدر ولادي مير پيوټن ترمېنځه د ملاقات په اړه د هند ميډيا بې بنسټه پروپيګنډه هم مسترد كولو سره ووئيل دا ملاقات ډېر د نتيجې وړ او په زړه پورې ٶ۔ وياند د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ترکمانستان د اوسنۍ دورې ذكر كولو سره ووئيل وزيراعظم امن او باور سره په نړيوال كنفرنس كښې ګډون كړے او د ترکمانستان، ترکيه، روسيه او ايران مشرانو سره يې ملاقات كړے۔ ده ووئيل د دورې په مهال نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د ايران، کرغزستان، عمان، ترکيه، تاجکستان او ازبکستان همڅنګو نه علاوه د اقتصادي مرستې تنظيم سيکرټري جنرل سره هم ملاقات كړے دے ۔