پاكستان بحرين سره د تجارت او سرمايه كارۍ اړيكې لا قوي كولو خوښي لري د ۔صدر مملكت آصف علي زرداري د بحرين سفير محمد ابراهميم محمد عبدالقادر سره خبرې

اسلام آباد 18دسمبر (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي پاكستان بحرين سره خپلو نزدې او د ورورولۍ اړيكو ته قدر په نظر ګوري كومې چې په شريك مذهب٬كلتور او شريك احترام اډانه دي٬پاكستان بحرين سره تجارت او د سرمايه كارۍ اړيكو لا قوي كولو له خوښي لري او دوي دوه اړخيزه تجارت سرمايه كارۍ ودې لپاره د شوو هڅو هركلے كوي۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې …

اسلام آباد 18دسمبر (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي پاكستان بحرين سره خپلو نزدې او د ورورولۍ اړيكو ته قدر په نظر ګوري كومې چې په شريك مذهب٬كلتور او شريك احترام اډانه دي٬پاكستان بحرين سره تجارت او د سرمايه كارۍ اړيكو لا قوي كولو له خوښي لري او دوي دوه اړخيزه تجارت سرمايه كارۍ ودې لپاره د شوو هڅو هركلے كوي۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د بحرين سفير محمد ابراهيم محمد عبدالقادر سره خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔د وزيراعظم اوسنۍ د بحرين دورې ذكر كولو سره صدر مملكت ووئيل د وزيراعظم ښه كوربتوب او په زړه پورې هركلے دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د ژورو اړيكو څرګندونه ده۔صدر مملكت آصف علي زرداري ورياد كړه چې وزيراعظم محمد شهباز شريف بحريني قيادت پشمول شاه بحرين٬شاهي ولي عهد او د نائب ولي عهد ته د پاكستان دورې بلنه وركړې او وئېلې يې دي چې پاكستان د هغوي كوربتوب كولو ته په انتظار دے۔ده د شاه بحرين لخوا د پاكستان دورې بلنه قبول وستائېل ۔صدر مملكت بحرين ته د 2026 -2027 مودې لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غړي په ټاكلے كېدو مباركي وركړه او پاكستان كښې اوسنۍ د ترهه ګرۍ پېښو نه پس د بحرين لخوا د يو والي په څرګندونه او ملاتړ يې مننه وكړه۔صدر اقتصادي مرسته رامخې ته كولو سره ووئېل پاكستان بحرين سره تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو قوي كولو خوښي لري او دوه اړخيزه تجارت او د سرمايه كارۍ زياتولو هڅو هركلے كوي۔ده بحريني سرمايه كارو ته د فوډ سكيورټي٬آئي ټي او سېلګرۍ پشمول ترجيحي څانګو كښې د موقعو لټولو بلنه وركړه ۔صدر مملكت بحرين كښې دپاكستاني كميونټۍ ستائنې كولو سره د بحرين معيشت كښې د هغوي مثبت كردار او ترسيلات زر د لارې د پاكستان مرستې كولو د كردار ذكر هم وكړو۔ده د يو لك څخه د زياتو پاكستانيانو ته عزت او د موقعو به وركولو د بحرين حكومت او پاكستانو بنديوانو په بخښنه د شاه بحرين مننه وكړه۔ملاقات كښې په سينيټ كښې د پېپلز پارټي مشره سينيټر شيري رحمان او سينيټر سليم مانډوي والا هم موجود وو۔