اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام په اهتمام كښې پاکستان كښې د مېرمنو د لوبو ودې او اولمپکس تيارۍ لپاره يو تاريخي اقدام پېل كړے دے۔ د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں په مشرۍ كښې په وزيراعظم آفس كښې د اهمې غونډې په مهال د وزيراعظم يوتھ پروګرام او ايمپاور اسپورټس اکيډمۍ تر مېنځه په ليټر آف انټينټ لاسليك شوے چې له …
د وزيراعظم يوتھ پروګرام او ايمپاور اسپورټس اکيډمۍ ترمېنځه په ليټر آف انټينټ لاسليك

مزید خبریں
اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام په اهتمام كښې پاکستان كښې د مېرمنو د لوبو ودې او اولمپکس تيارۍ لپاره يو تاريخي اقدام پېل كړے دے۔ د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں په مشرۍ كښې په وزيراعظم آفس كښې د اهمې غونډې په مهال د وزيراعظم يوتھ پروګرام او ايمپاور اسپورټس اکيډمۍ تر مېنځه په ليټر آف انټينټ لاسليك شوے چې له مخې ئې ګرد هېواد څخه لس زره انجونو ته د لوبو په مېدان كښې د مخ په وړاندې تګ لائحه جوړه كړې شوې ده٬ د يوتھ افيئرونګ لخوا د جاري خبر پانې له مخې په دې موقع په ليټر آف انټينټ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا جوائنټ سيکرټري ډاکټر محمد علي ملك او د ايمپاور سپورټس اکيډمۍ لخوا باني او ايګزيکټو ډائريکټر جنېد قرېشي لاسليك وكړو٬ د لوظنامې له مخې به هر كال د 19 كالو نه كم عمر لس زره باصلاحيت جينكو نشاندهي، تربيه او سرپرستي كولې شي دغسې چې دوي قامي او په نړيواله كچه د پاكستان نمائندګۍ لپاره تيارې كړې شي۔ په دې موقع رانا مشهود احمد خاں ووئيل حكومت انجونه بااختياره جوړول او د لوبو برابر موقعې وركولو عزم لري۔ ده ووئيل چې لوبې نه يوازې د جسماني او ذهني صحت د ودې ذريعه ده بلكې د مثبت ځوانانو قيادت او صحت مند ټولنې په جوړولو كښې هم اهم كردار لوبوي۔










