اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اقليتونه د پاکستان د سماجي او معاشي نظام مهمه برخه دي، د پاكستان په آئين كښې دوي ته د بشپړه مذهبي آزادۍ، يو برابر حقونه او تحفظ ترلاسه دے، حکومت به د اقليتونو خېرښګړې، پرمختګ او تحفظ لپاره ټول ضروري اقدامات باوري كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د قامي اسمبلۍ د اقليتي غړو پلاوي سره …
حکومت به د اقليتونو خېرښګړې، پرمختګ او تحفظ لپاره ټول ضروري ګامونه اخلي ۔ د وزيراعظم شهباز شريف د قامي اسمبلۍ د اقليتي غړو پلاوي سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اقليتونه د پاکستان د سماجي او معاشي نظام مهمه برخه دي، د پاكستان په آئين كښې دوي ته د بشپړه مذهبي آزادۍ، يو برابر حقونه او تحفظ ترلاسه دے، حکومت به د اقليتونو خېرښګړې، پرمختګ او تحفظ لپاره ټول ضروري اقدامات باوري كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د قامي اسمبلۍ د اقليتي غړو پلاوي سره د زيارت په ورځ په خبرو كښې وكړه چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ د پلاوي په غرو كښې د مذهبي چارو وزير مملکت کھيئل داس کوهستاني، ډاکټر درشن، نيلسن عظيم، اسفن بھنډارا، نيلم، سنجے پرواني، رميش کمار، نويد عامر او رميش لعل شامل وو۔ په ملاقات كښې په هېواد كښې د اقليتونو حقونو، د دوي خېرښګرې او په قامي چوكاټ كښې د دوي په موثره كردار تفصيلي خبرې وشوې۔ وزيراعظم ووئيل اقليتونه د پاکستان د سماجي او معاشي نظام مهمه برخه دي، د پاكستان په آئين كښې دوي ته د بشپړه مذهبي آزادۍ، مساوي حقونه او تحفظ ترلاسه دے، حکومت د اقليتونو خېرښګړې، پرمختګ او تحفظ لپاره ټول ضروري اقدامات روان ساتلې دي ۔ د قامي اسمبلۍ غړو د اقليتونو خېرښګړې لپاره د حكومت د هلو ځلو ستائنه وكړه او د وزيراعظم ئې مننه وكړه٬ دوي وزيراعظم اقليتي ورورولۍ ته د ورمخې ته مسئلو نه هم خبر كړو۔ وزيراعظم د اقليتي ورورولۍ د مسئلو او د دوي شموليت لا مضبوطولو لپاره د هر ډول ممكنه مرسته باور وركړو۔










