د پاكستان په شمول د ملګرو ملتونو غړو هيوادونو په نړيواله كچه د ډيجيټل مساوات او مصنوعي زېركتيا مضبوط حفاظتي انتظامات باوري كولو لپاره عزم

ملګري ملتونه ۔18 دسمبر(اے پی پی) د پاکستان په شمول د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په نړيواله كچه د ډیجیټل مساوات او مصنوعي زېركتيا (اے آئي) مضبوط حفاظتی انتظامات باوري كولو له د عزم څرګندونه كړې ده۔ د انټرنېټ او ډیجیټل ټېکنالوجۍ نړيوال نظم ونسق سره د اړوند يو لويې جائزه عمل په پايه كښې راجوړه كړې غونډه كښې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو مخ په زياتېدونكي ډیجیټل تقسیم كمولو …

ملګري ملتونه ۔18 دسمبر(اے پی پی) د پاکستان په شمول د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په نړيواله كچه د ډیجیټل مساوات او مصنوعي زېركتيا (اے آئي) مضبوط حفاظتی انتظامات باوري كولو له د عزم څرګندونه كړې ده۔ د انټرنېټ او ډیجیټل ټېکنالوجۍ نړيوال نظم ونسق سره د اړوند يو لويې جائزه عمل په پايه كښې راجوړه كړې غونډه كښې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو مخ په زياتېدونكي ډیجیټل تقسیم كمولو او د مصنوعي ذهانت په اړه د مضبوطو حفاظتي تدبيرونو وضع كولو په حاجت زور راوړو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي افتخار احمد د لوړې كچې دې غونډه كښې ووئيل اګرك چه ډیجیټل ټیکنالوجیز په موقعو كښې اضافه كړې ده خو بياهم عدم مساوات هم رامخې ته كيږي كومو لپاره به چې سدستي اجتماعي اقدامات كول وي۔ پاكستاني استازي ووئيل زمونږ حكومت د ډیجیټل بدلون په اړه پرېكنده اقدامات كوي په كومو كښې چې “ډیجیټل نېشن پاکستان اېکټ” او د “قومی اے آئی پالیسۍ” منظوري شامله ده۔ ده ووئيل پاكستان د خپل “اړان پاکستان” پروګرام لاندې ٬ چې مركزي برخه يۍ اي- پاكستان دے٬ د رابطو زياتولو ٬ ډیجیټل عوامي انفراسټرکچر مستحكمولو ٬ د اي ګورننس مخ په وړاندې بوتللو او د مهارتونو په پرمختګ كښې سرمايه كارۍ لپاره كار كوي۔ ده په ورلډ سمټ آن انفارمېشن سوسائټی (ډبلیو اېس آئی اېس ) عمل لپاره د خپل عزم پخلي كولو سره ووئيل مونږ ټولو همكارانو سره په ګډه دا باوري كولو له چمتؤ يوو چې آئی سي ټی او د رامخې ته كېدونكې ټېکنالوجیز شمولیت، ګډې سوكالۍ او تلپاتي پرمختګ لپاره د يوې آلې په توګه كار وكړؤ