پېنډۍ 18 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز٫ د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ليبيا سرکاري دورې په مهال د ليبيائي عرب وسله والو ځواكونو کمانډر انچيف فيلډ مارشل خليفه بالقاسم حفتر او ډپټي کمانډر انچيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر سره ليدلي دي ۔ د آئي اېس پي آر له مخې فيلډ مارشل عاصم منير ته د ليبيائي وسله والو ځواكونو يو چټك ډلې …
چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ليبيائي عرب وسله والو ځواكونو کمانډر انچيف فيلډ مارشل خليفه بالقاسم حفتر او ډپټي کمانډر انچيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر سره وليدل

مزید خبریں
پېنډۍ 18 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز٫ د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ليبيا سرکاري دورې په مهال د ليبيائي عرب وسله والو ځواكونو کمانډر انچيف فيلډ مارشل خليفه بالقاسم حفتر او ډپټي کمانډر انچيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر سره ليدلي دي ۔ د آئي اېس پي آر له مخې فيلډ مارشل عاصم منير ته د ليبيائي وسله والو ځواكونو يو چټك ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړو٬ فيلډ مارشل او خليفه حفتر ترمېنځه په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو، د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال او د دوه اړخيزه دفاعي او عسكري مرستې د زياتولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ د دواړو اړخونو څخه د تربيې، د كار استعداد كښې په زياتوالي او د ترهګرۍ خاتمې په څانګو كښې د مرستې په اهميت زور راوړلے شو۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير د شرېكې ګتې په بنياد ليبيا سره دفاعي اړيكې قوي كولو لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ په دې موقع فيلډ مارشل خليفه حفتر د پاك پوځ د وظيفائي پوهې ستائنه وكړه او د داړو ترمېنځه دفاعي مرستې ته لا ودې وركولو لپاره يې خپله خوښه ښكاره كړه










