د هند په سرپرستۍ كښې د مکتي باهني د سفاکیت او د غازیانو د جرأت نا بيانه داستان

اسلام آباد۔18دسمبر (اے پي پي)د سقوطِ ډھاکه المناک پیښه د لسيزو تېرېدو نه پس هم د تاریخ په سینه د يوې يرېدونكې انساني الميې په توګه نقش ده ۔ په كال 1971 كښې ازلي دښمن هند او ترهه ګر تنظیم مکتي باهني د سفاکیت ټول حدونو نه په تېرېدو د بے ګناہ مسلمانانو د وينې سره لوبې وكړې ۔ د هغه وخت د سترګو ليدلي ګواهانو او غازیانو د دښمن …

اسلام آباد۔18دسمبر (اے پي پي)د سقوطِ ډھاکه المناک پیښه د لسيزو تېرېدو نه پس هم د تاریخ په سینه د يوې يرېدونكې انساني الميې په توګه نقش ده ۔ په كال 1971 كښې ازلي دښمن هند او ترهه ګر تنظیم مکتي باهني د سفاکیت ټول حدونو نه په تېرېدو د بے ګناہ مسلمانانو د وينې سره لوبې وكړې ۔ د هغه وخت د سترګو ليدلي ګواهانو او غازیانو د دښمن سازشونو او د ظلمونو دردناک تفصیلات بیان کړې دي ۔ فلائټ لیفتیننټ (ر) پرویز جنګ او لیفټیننټ کرنل (ر) عبدالقادر وېنا ده د پاکستان مطالبه پخپله د بنګالیانو وه چا چې كله هم د هندوانو سره پاتي كېدل نه غوښتل ۔ ده واضحه كړه چې زمونږ بنګالیانو ورونړو د پاکستان نه كله جلا كبدل نه غوښتل ، دا ټول د دښمن هند ژور سازش ؤ ٬ غازیانو د 1971 حالات یادولو سره ووئېل صورتحال خراب شو نو د دلته نه اضافي ډلې ولېږلې شوې ۔ میجر (ر) عبدالرحمان يوه دردېدونكې پیښه اورولو كښې ووئېل ” په يوه كوڅه كښې دوه واړه ماشومان په ژره وليدلے شول د چا پلار چې وژلے شوے ؤ او بچي يې د څو ورځو نه اوږي وو “۔ ده زياته كړه د جنګي بنديوانو په کیمپونو كښې تر څو ورځو ډوډۍ نه وركړې كېده ۔کرنل (ر) منظور بخشي او بریګیډئیر (ر) بشیر ووئېل د بند په مهال هم د پاکستانانو ځوانانو حوصلې لوړې وې۔ هغوي د هند حکم منلو څخه انکار وكړو او د “پاکستان ډے” په موقع يې د هند څخه د رخت په راغوښتو قامي بېرغ جوړ كړو او دغه يې په زندان كښې په هسك كولو د وطن پرستۍ ثبوت وركړو ۔ د غازیانو وېنا د ه نن هم د دوي همت او ثابت قدمي د نوي نسل لپاره وطن سره د بے لوثه مينې غوره مثال دے۔