اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی)د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئېلي دي سمندر پورې پاكستاني د هېواد قيمتي اثاثه ده او د معاشي استحكام ضمانت دي ٬د وسله والو ځواكونو قربانۍ د پاكستان د خپلواكۍ او بقا بنياد دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده اسلام آباد كښې د سمندر پورې پاكستانيانو ډلې او د پاكستان ايكس سروس مين سوسائټۍ تر سيوري لاندې د پاكستان شهيدانو تكريم٬ د وسله والو …
سمندر پورې پاكستانيان د هېواد قيمتي اثاثه ده او د معاشي استحكام ضمانت دي ٬د وسله والو ځواكونو قربانۍ د پاكستان د خپلواكۍ او بقا بنياد دے۔ د وفاقي وزير قيصر احمد شيخ خاص سيمينار ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی)د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئېلي دي سمندر پورې پاكستاني د هېواد قيمتي اثاثه ده او د معاشي استحكام ضمانت دي ٬د وسله والو ځواكونو قربانۍ د پاكستان د خپلواكۍ او بقا بنياد دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده اسلام آباد كښې د سمندر پورې پاكستانيانو ډلې او د پاكستان ايكس سروس مين سوسائټۍ تر سيوري لاندې د پاكستان شهيدانو تكريم٬ د وسله والو ځواكونو سره د يو والي څرګندونې او د قائداعظم زيږېدنې ورځ په مناسبت سره راجوړ كړي يو خاص سيمينار ته خطاب كښې وكړه ۔۔ د پاکستان ایكس سروس مین سوسائټی صدر لیفټیننټ جنرل(ر) عبد القیوم ، د اوورسیز پاکستان ګروپ مشر بیرسټر شهزادہ حیات، پخواني ایئر چیف مارشل سهیل امان خاص مېلمانه وو۔ په دستوره كښې لیفټیننټ جنرل (ر) ډاكټر اظهر کیاني ، وائس ایډمرل (ر) احمد سعید، پخوانے نګران داخله وزير ميجر (ر) ملک حبیب ، بریګیډیئر (ر) آصف هارون او کموډور (ر) ارشد محمود پشمول اعلٰی ريټائرډ افسران هم موجود وو۔د دې دستورې مقصد د پاكستان شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كول٬وسله والو ځواكونو سره د يو والي څرګندونه او د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح 149مې د ولادت ورځ په مناسبت سره د هغه يادونه وه ۔وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې حكومت د سرمايه كارو باور بحالولو او پاكستان يو زړه راښكونكے د سرمايه كارۍ مركز جوړولو لپاره هر وخت هڅې كوي۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ووئيل دا دستوره د پاكستان د قربانيو ٬اتحاد پشان د بنيادي اقدار عكاسي كوي۔ده شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې او د هېواد خپلواكۍ او استحكام تحفظ كښې د وسله والو ځواكونو كردار يې وستائېلو۔د سيمينار په اختتام وسله والو ځواكونو سره د يو والي او د يو قوي خوشحال پاكستان لپاره د قائداعظم په وژن د عمل كولو د عزم پخلے وشو ۔










