اسلام آباد۔18دسمبر (اے پي پي) پاكستان او اروپائي ائتلاف د خپلې اوږد مهاله شراكتدارۍ او سيمه ايز استحكام لپاره د عزم توثيق كړے دے۔ د اقتصادي چارو ډويژن وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د اروپائي ائتلاف او پاكستان د شريك كمېشن 15مه غونډه د دسمبر په 17مه كال 2025 برسلز كښې شوې۔شريك كمېشن د سياسي او معاشي پيشرفت جاج اغستے او د اروپائي ائتلاف او پاكستان سټريټجك انګيجمنټ …
پاكستان او اروپائي ائتلاف د خپلې اوږد مهاله شراكتدارۍ او سيمه ايز استحكام لپاره د عزم توثيق

مزید خبریں
اسلام آباد۔18دسمبر (اے پي پي) پاكستان او اروپائي ائتلاف د خپلې اوږد مهاله شراكتدارۍ او سيمه ايز استحكام لپاره د عزم توثيق كړے دے۔ د اقتصادي چارو ډويژن وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د اروپائي ائتلاف او پاكستان د شريك كمېشن 15مه غونډه د دسمبر په 17مه كال 2025 برسلز كښې شوې۔شريك كمېشن د سياسي او معاشي پيشرفت جاج اغستے او د اروپائي ائتلاف او پاكستان سټريټجك انګيجمنټ پلان فريم ورك له مخې جمهوريت٬د واكمنۍ په طرز٬بشري حقونو ٬تجارت او سرمايه كارۍ٬پرمختګ٬مهاجرت٬آب و هوا و توان٬سائنس او ټېكنالوجۍ پشمول مهمو څانګو كښې په مرسته يې د د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ډلو د خپلې اوږدې مودې شراكتدارۍ او سيمه ايز استحكام لپاره د خپل عزم توثيق وكړو ۔شريك كمېشن څخه وړاندې جمهوريت او بشري حقونو ٬تجارت او پرمختيائي مرستې په اړه د ذيلي ډلو غونډه وشوې۔په دې غونډو كښې جي ايس پي پلس له مخې د مرستې قوي كولو٬كاروباري ماحول ښه كولو٬د حكمراني طرز او د بشري حقونو كښې اصلاحات مخ په وړاندې بوتللو او په پرمختيائي مرسته د پاكستان فلامي ترجيحات او د ائتلاف ملټي اينول انډيكيټو پروګرام سره سمولو ته پلو پام لرنه وكړې شوه ۔دغسې پاكستان موسمياتي لچك او تل پاتې پرمختګ لپاره اروپائي ائتلاف او د اروپا ډلې پرله پسې د مرستې هركلے وكړو ۔شريك كمېشن په موقع اروپائي انويسټمنټ بانك د اوبو په څانګه كښې 601 ملين يورو كريډټ فنانسنګ په لوظ نامه لاس ليك وكړو ۔ د اروپائي ائتلاف پاكستان شريك كمېشن د كډوالو تګ راتګ په اړه د جامع مكالمې د پېشرفت هم جاج واخست چې پكښې ستنېدل او بيا قبوليت او د ټيلنټ پارټنرشپ له مخې د قانوني مهاجرت په لارو مرسته شامل وه۔ډلو د اوسني اعلٰی كچ روابط هركلے وكړو چې پكښې په 21 نومبر 2025 برسلز كښې شوي 7م سټريټجك ډائيلاګ هم شامل دے۔اروپائي ائتلاف او پاكستان په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو منشور له مخې د شخړو د امناكه هواري په اهميت يې زور راوړو۔ د شريك كمېشن د پلینری غونډې شريكه مشري د پاكستان اقتصادي چارو وزارت سېكرټري محمد حمير كريم او د اروپائي ائتلاف ايكسټرنل ايكشن سروس اېشيا و پيسيفك لپاره لنډ مهاله منيجنګ ډائرېكټر پائولاپامپالوني وكړ ه ۔غونډه كښې د اروپائي ائتلاف-پاكستان شريك كمېشن راتلونكې غونډه په كال 2026 كښې په اسلام آباد كښې د كولو پريكړه وشوه۔










