اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شبهاز شريف د ’’راست‘‘ (RAAST) بورډ غړو ته د نوو ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركولو سره هدايت كړے دے چې د ګرد هيواد كاروباري وګړو ته د ’’راست‘‘ كارولو ترغيب وركولو هڅې لا ګرندۍ كړئ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د ’’راست‘‘ بورډ غړو سره يوه غونډه وشوه …
د وزيراعظم كاروباري وګړو ته د ’’راست‘‘ كارولو ترغيب وركولو هڅې د لا تندولو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شبهاز شريف د ’’راست‘‘ (RAAST) بورډ غړو ته د نوو ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركولو سره هدايت كړے دے چې د ګرد هيواد كاروباري وګړو ته د ’’راست‘‘ كارولو ترغيب وركولو هڅې لا ګرندۍ كړئ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د ’’راست‘‘ بورډ غړو سره يوه غونډه وشوه په كومه كښې چې د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه، د آئي ټي وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه، د خزانې وزير مملكت بلال اظهر کیاني ، د سټېټ بنك ګورنر ، د راست بورډ غړو ٬ سي اي او او اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې د قامي اهميت لرونكې دا اداره به په غوره ډول چلولې شي۔ ده كېش لېس معيشت او مالياتي شموليت ته ودې وركولو كښې د’’راست‘‘ بنيادي كردار په ډاګه كولو سره هدايت وكړو چې د ګرد هيواد كاروباري وګړو ته د ’’راست‘‘ كارولو ترغيب وركولو هڅې دې لا ګرندۍ كړې شي۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د راست كاركردګۍ په اړه بريفنګ كښې ووئيل شول چې د ’’راست‘‘اجراء څخه تر دې دمه نزدې د 80 کھرب 3 اربه روبو څخه زيات ټرانزېكشن بشپړ كړے شوے دے۔ د ’’راست‘‘ د صارفينو شمېره 48 ملینه څخه زياته شوې ده او په ګرد هېواد كښې 53 مالیاتي ادارې د ’’راست‘‘ برخه دي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول’’راست‘‘ د سټېټ بنك آف پاكستان يو اداره ده بياهم د يو غړي نه علاوه د بورډ ټول غړي نجي څانګې څخه د پراخه تجربې په بنياد غوره كړې شوي ۔ د ’’راست‘‘ د لارې هر يو وګړي لپاره خوندي او د باور وړ ډيجيټل ادائيګۍ پلېټ فارم برابر كړے شوے دے۔










