اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د چينائي كمپنۍ شينډونګ ژنكسو ګروپ 5 كسيز پلاوي د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې په پورټ قاسم د مجوزہ اربونو یورو مالیت انټېګرېټډ مېری ټائم انډسټریل کمپلېکس (آئی اېم آئی سی) په جوړولو تفصيلي خبرې وشوې۔ د وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د زيارت په ورځ د پلاوي مشري د كمپنۍ چيئرمېن …
وفاقي وزير جنيد چوهدري سره د چينائي كمپنۍ شينډونګ ژنكسو ګروپ پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د چينائي كمپنۍ شينډونګ ژنكسو ګروپ 5 كسيز پلاوي د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې په پورټ قاسم د مجوزہ اربونو یورو مالیت انټېګرېټډ مېری ټائم انډسټریل کمپلېکس (آئی اېم آئی سی) په جوړولو تفصيلي خبرې وشوې۔ د وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د زيارت په ورځ د پلاوي مشري د كمپنۍ چيئرمېن هو جین شِن كوله۔ په ملاقات كښې د دې مېګا منصوبې اولني تفصيلات وړاندې كړے شول چې مقصد يۍ د پاكستان بحري او صنعتي څانګه په نورو بنيادونو اودرول او د بندرګاه صلاحيت زياتول دي۔ په دې كښې د آئين او كوئله برتھ جيټي (سټیل جیټی) بحالی، د جهاز سازۍ او جهاز ري سائيكلنګ عصري آسانۍ رامخې ته كول او د بندرګاه آپرېشنز سره تړلو له يو اسټيل مل جوړول شامل دي۔ آئی او سی بی په خاص توګه د پاكستان اسټیل ملز لپاره د آئرن او سكرو هېنډلنګ لپاره ډيزائن كړے شوے ؤ كوم چې 55 زره څخه تر 75 زره ډېډ وېټ ټن د بحري جهازونو سنبالولو صلاحيت لري۔ وفاقی وزیر جنېد انوار چوهدری د چينائي ګروپ خوښي لرل خوشبينه ګرځولو سره ووئيل هغوي دې منصوبې لپاره بشپړ وړاندېزونه وركړي۔ وفاقی وزیر د آئی اېم آئی سي اعلان په اولني ځل نومبر 2025 كښې په كراچۍ كښې د پورټ قاسم اتھارټي يوه دستوره كښې كړے ؤ۔ د منصوبې د منظورۍ په صورت كښې به دا سرمايه كاري د پاكستان په بحري او صنعتي څانګو كښې د اوسنو كلونو تر ټولو لويو سرمايه كارو كښې شمېرلې شي كومې سره چې طمعه ده چې پورټ قاسم ته د لويې صنعت او لاجسټكس سيمه ايز مركز په توګه لا تقويت ترلاسه شي۔










