کینبرا۔18دسمبر (اے پي پي) د آسټریلیا په سډني ښار كښې په هونډائي ساحل د كال نوي كېدو د شپې دستورې منسوخ کړې شوي دي ۔ د العربیه تر مخه د تېر خونړي "ترهه ګر" بريد نه پس پرېكړه د مقامي کونسل په مشوره وشوه ۔ منتظمینو خپل بیان كښې ووئېل مونږ خبر يو چې زمونږ د ټولنې په زرګونو كسان، د آسټریلیا دننه او بهر نه د هونډائي په ساحل …
د آسټریلیا ښار سډني كښې په هونډائي ساحل د نوي كال دستورې منسوخ كړې شوې

مزید خبریں
کینبرا۔18دسمبر (اے پي پي) د آسټریلیا په سډني ښار كښې په هونډائي ساحل د كال نوي كېدو د شپې دستورې منسوخ کړې شوي دي ۔ د العربیه تر مخه د تېر خونړي “ترهه ګر” بريد نه پس پرېكړه د مقامي کونسل په مشوره وشوه ۔ منتظمینو خپل بیان كښې ووئېل مونږ خبر يو چې زمونږ د ټولنې په زرګونو كسان، د آسټریلیا دننه او بهر نه د هونډائي په ساحل د نوي كال د شپې دستورې د راګرځېدو ته منتظر وو ، كومې چې د يوې لسيزې نه زياته موده پس په وړومبي ځل كېدلې ۔بیان كښې زياته كړې شوې چې مونږ هونډائي كښې په خاص توګه د درډ او غم په دې ګھړۍ كښې د يو بل سره متحد يوو ۔ چې كله مناسب وخت راشي مونږ به بيا د دې تعلق او خوشحالۍ جذبې سره واپس راځوو كوم چې مونږ د نورو نه ممتاز کوي ۔ په منسوخ شوو دستورو كښې د الیکټرانک میوزک میله او كورنۍ دستورې شاملې وې۔










