اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي مس انفارميشن نن د نړۍ تر ټولو لويې چېلنج دے، د سوشل ميډيا ذمه واره كارول ضروري دي ، په موجوده دور كښې د سوشل ميډيا ذمه وار استعمال ضروري دے، د مصنوعي زېركتيا (اے آئي) كارولو څخه تخليقي ذهنونو لپاره د ملازمتونو مسئلې راپېدا كېږي، مونږ له به په رامخې ته …
مس انفارميشن نن د نړۍ تر ټولو لويې چېلنج دے، د سوشل ميډيا ذمه واره كارول ضروري دي ، عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي مس انفارميشن نن د نړۍ تر ټولو لويې چېلنج دے، د سوشل ميډيا ذمه واره كارول ضروري دي ، په موجوده دور كښې د سوشل ميډيا ذمه وار استعمال ضروري دے، د مصنوعي زېركتيا (اے آئي) كارولو څخه تخليقي ذهنونو لپاره د ملازمتونو مسئلې راپېدا كېږي، مونږ له به په رامخې ته كېدونكې ټيکنالوجي كښې توازن قائمول وي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ د نيشنل سائبر سکيورټي پائې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل په سائبر سکيورټي پوهې لپاره د ټولو نه وړاندې د آبادياتي حقائقو جاج اخستل ضروري دي٬ كله چې مونږ د پاکستان د سائبر سپيس جاج اخلو نو دلته د 11 كروړه 70 لكه نه زيات انټرنيټ صارفين، 14 کروړ 80 لکه موبائل براډ بينډ صارفين او د 7 کروړه 90 لکه نه زيات د سوشل ميډيا صارفين موجود دي٬ چې آبادياتي حقائق په نظر كښې وساتلېے شي نو ډيجيټل سائبر سپيس په دوه واضحه کيټيګريز كښې تقسيمېدے شي٬ دا يو زړه راښكونكے اړخ دے چې په سائبر سپيس كښې هم دوه ډول كسان شته ، ده ووئېل يوه طبقه د ډيجيټل اميګرينټس كوم چې د دې ارتقائي سفر برخه ده او بله طبقه د ډيجيټل نيټيوز ده كومه چې په دې نظام كښې پېدا شول او لويې شول۔ ده ووئيل ډيجيټل نيټيوز لپاره د ټيکنالوجۍ كارول فطري امر دے او ډيجيټل اميګرينټس اوس هم د سوشل ميډيا د ذمه واره استعمال سره د همكاره كېدو په عمل كښې دي۔ ده ووئيل د سائبر سيکورټي په اړه خبرتيا لپاره يو داسې جامع حل نشي كېدېے كوم چې ټولو لپاره په يو ډول موثر وي٬ تر بېلو طبقو موثره رسنې لپاره مختلف ذرېعې، مختلف طريقه کار او مختلف اصطلاحات اختيارول ضروري دي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان په تېرو څلورو لسيزو كښې د سائبر سپيس تند رفتاره ارتقاء ليدلې ده خو كه د ميډيا منطر نامې په حواله خبره وكړې شي نو نو دلته د ابلاغ د روايتي ذريعو څخه تر اليکټرانك ميډيا پرله پسې، منظم او فطري ارتقائي عمل وقوع پذير شوے۔ ده ووئيل روايتي ميډيا يعني پرنټ ميډيا د يو مكمل د ارتقائي عمل له مخې په اليکټرانك ميډيا بدله شوه٬ په دې مهال ادارتي نګراني موجود وه، د ادارتي بورډز نظام وه او تر 2000 ابتدائي لسيزه كښې پاکستان اليکټرانك ميډيا ريګوليټري اتھارټي جوړه كړې شوه چې له مخې ئې باقاعده ريګوليټري فريم ورک معارفي كړے شو۔ ده ووئيل د دې منظم عمل په نتيجه كښې دا ارتقا ممکن شوه خو د بده مرغه اليکټرانک ميډيا څخه ډيجيټل ميډيا پلو كېدونكې دوېمه ارتقا غير فطري عمل ٶ كومې لپاره چې څوك هم چمتو نه وو٬ دا بدلون ناڅاپي مونږ ته رامخې ته شو او مونږ چې څنګه ومونده ھغسې مو خپله كړه۔ ده ووئيل دا ارتقا چې ډېره په تند رفتارۍ سره رامخې ته شوه نو دې لپاره په دې پړاٶ د مناسب ريګوليټري فريم ورك فقدان وه، د خبرتيا كمے رامخې ته شو او د دې بنيادي سبب د پوهې فقدان ٶ ځكه مونږ ته د سائبر سپيس، سائبر سکيورټي او د دې په حقيقتونو پوهېدو كښې ډېر وخت ولګېد٬ ده ووئېل د دې عواملو په نتيجه د ډيجيټل خواندګۍ فقدان او د ذمه واره رويو کمے رامخې ته شوه ځكه چې ذمه وار طرزِ عمل اختيارولو لپاره په دې پوهه ضروري ده چې ذمه واره رويه په اصل كښې څه څيز وي۔ ده ووئيل سائبر سکيورټي او د سوشل ميډيا ذمه واره كارول ډېر مهم دي، دا زمونږ د دور تر ټولو لويو چېلنجونو كښئ يو دے۔ د اطلاعات وزير ووئيل ورلډ اکنامک فورم كښې چې كله نړيوالو مشرانو څخه پوښتنه وشوه چې زمونږ د دور تر ټولو لوي چېلججز څه دي نو چې هغوي هم اتومي جنګ او ماحولياتي بدلون نه بلكې مس انفارميشن او ناسم خبرونه تر ټولو غڼ چېلنج وګرځولو۔ ده ووئيل د پي ټي اے چيئرمېن هم په ګوته كړې چې د يو كلك د لارې مونږ زياتره د دې خبرې ادراك نشو كولے چې د دې څومره تباه کن اور زيانمندې نتيجې راتلې شي۔ ده په دې لړ كښې د اسټراليا په سډني ښار كښې په بونډي بيچ د افسوس وړ رامخې ته شوې پېښې مثال وركولو سره ووئۍيل دا پېښه رامخئ ته كېدو سره په سوشل ميډيا د ناسمه خبرونو يو بهير وليدلے شو او د بريد كونكې په نامه ليدو په ډيجيټل سپيس كښې ځېنې تش په نامه ذمه واره ميډيا ادارو په سمدستي توګه دا تور ولګولو چې د دې بريد كوٶنكو تعلق د پاكستان څخه دے ۔ ده ووئيل يو داسې هېواد چې خپله د ترهګرۍ ښكار پاتې دے ٬ كوم چې نن هم ترهګرۍ سره مخ دے او پرله پسې د ترهګرو ډلو په ضد سر په تلي كښې فعاله دے، دغسې په دې اړه د كوم ثبوت نه غېر او د مستند معلومات نه غېر د دې نوعيت تورونه ډېر د افسوس وړ دي۔
ده ووئيل دا ادعاګانې ثابتولو له كوم شواهد موجود نه وو او نه د باور وړ كوم معلومات ٬ د دې باوجود دا خبره له كوم تحقيق نه پرته خپره كړې شوه او بيا مستند نړيوالو ميډيا ادارو هم دا ادعا وكړه چې بريد كوونكې د پاكستان سره تعلق لرلو۔ ده ووئيل بهرنۍ ميډيا هم كوم دستاوېزي ثبوت يا كوټلي شواهد نه لرل۔ ده ووئيل د دې مخصوص ادعا له امله په پاكستان تباهي خپرونكي اثرات مرتب شول۔ ده ووئيل كه پاكستانے په آسټرېلیا، اروپا یا امریکا كښې چرته هم مېشته وي نو هغه نېغ په نېغه خطر سره مخ كيږي۔ ده ووئيل دا هر څه د دسمبر په 16 مه نېټه وكړے شول كله چې پاكستان د آرمدي پبلك سكول پېښور د شهيدانو قربانۍ يادولې۔ ده ووئيل يو اړخ ته مونږ خپلو كوچنيانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولې كوم چې د ترهګرو په ضد جنګ كښې خپل ځانونه قربان كړل او بل اړخ ته په ګرده نړۍ كښې ځينې تش د نامې ذمه واره ميډيا ادارو لخوا بې بنسټه خبرونه خپرولې شول په كومو كښې چې ادعا وكړې شوه چې د بريد كوؤنكو تعلق د پاكستان سره ؤ او بيا ټولو دا وليدل چې حالات كوم پلو لاړل۔ ده ووئيل وروستو د بريد كونكي شناخت ٬ د هغه پاسپورټ ٬ سفري دستاوېزات، د هند پوليس بيان او د هغوي لخوا پريس ريليز رامخې ته شو او دغې څخه وروستو د پېښو يو بېله لړۍ رامخې ته شوه۔ وفاقي وزير د فېکټ چېکنګ ټول iVerify ستائنې كولو سره ووئيل دې څخه هغوي زياته استفاده كوي او كله چې د كوم خبر تصديق اړين وي نو د معلومات كره كتنه د iVerify د لارې كولې شي دغسې چې د جعلي خبرونو مخنيوې وكړے شي۔ وفاقي وزير د ډیجیټل خواندګی او خبرتيا لا زياتولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل چې كله كوم ارتقائي عمل ناڅاپي رامخې ته شي نو د دې په نتيجه كښې زياتې كمزورۍ او خلا ليدلې شي د كومو ازاله چې زياته ضروري وي۔ ده ووئيل كله چې پرنټ ميډيا څخه د الېكټرانك ميډيا په لور د اولنۍ ارتقاﺀ خبره كيږي نو په دې مهال يو شمېر پړاؤنه ترسره شوي ۔ ده ووئيل ما چې كله د اطلاعات وزارت قلمدان ترلاسه كړو نو دغه مهال كوم ډیجیټل ډیپارټمنټ موجود نه ؤ ده ووئيل مونږ د پاكستان اولنے ډیجیټل کمیونیکېشن ډیپارټمنټ جوړ كړے۔ د اطلاعات او خپرونو په وزارت كښې خپل فېکټ چېک یونټ موجود دے او ميډيا ادارو سره رابطې ساتلې شي دغسې چې د جعلي خبرونو تصديق وكړې شي او د دې مخنيوې وكړې شي خو په دې لړ كښې به نور هم اقدامات كول وي۔ وفاقي وزير د ټک ټاک اقدام وستائېلو كوم چې د اے آئی لېبلنګ معارفي كړے ٬ دغسې چې صارف يا سبسکرائبر دې خبرې څخه خبر وي چې كوم مواد كتلے شي ٬ دا د اے آئي د لارې جوړ كړې شوي دي۔ ده ووئيل دا يو معمولي ګام دے كوم چې بايد نور پلېټ فارمز هم اوكاروي۔ ده ووئيل دا مهال اشتهارات هم د اے آئي د لارې جوړولې شي چې ورسره ځينې پېشې ځپلې شي او دا د اندېښنې وړ خبره ده۔ له دې كبله په دې كښې توازن ضروري دے۔ ده ووئيل بېلې طبقې به د شوشل ميډيا ضرورت څخه خبرول وي ولې چې د هر يو پلېټ فارم خپل مخصوص استعمال دے۔










