پاکستان قطر سره لا مضبوطه شراكتداري جوړولو لپاره په ګډه كار كول غواړي۔ د صدر مملکت آصف علي زرداري د قطر قامي ورځ په موقع پيغام

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي پاکستان قطر سره خپله مرسته په خاص توګه سرمايه کارۍ ٬ كركېلې ، تجارت، توان، د افرادي قوت تګ راتګ او د ټيکنالوجۍ په څانګو كښې مرستې ته د پراختيا وركولو عزم لري، دواړه هېوادونه په يو شمېر حوالو يو بل سره تکميلي حيثيت لري او مونږ لا مضبوطه شراكتداري جوړولو لپاره په ګډه كار كولو …

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي پاکستان قطر سره خپله مرسته په خاص توګه سرمايه کارۍ ٬ كركېلې ، تجارت، توان، د افرادي قوت تګ راتګ او د ټيکنالوجۍ په څانګو كښې مرستې ته د پراختيا وركولو عزم لري، دواړه هېوادونه په يو شمېر حوالو يو بل سره تکميلي حيثيت لري او مونږ لا مضبوطه شراكتداري جوړولو لپاره په ګډه كار كولو ته خوښي لرو۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د قطر قامي ورځ په موقع خپل پېغام ووئيل د پاكستان حکومت او اولس لخوا زه د قطر په قامي ورځ د رياست قطر امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني او د قطر خپلو وروڼو له مباركي وركوم۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه نزدې او د اوږدې مودې اړيكې موجود دي كومې چې په مشترکه اقدارو، شريك احترام او د ورورولۍ په مضبوطې جذبه اډانه دي٬ د قيادت په كچه رسمي روابط او د ژورو اولسي اړيكو په سبب زمونږ شريك روابط په بېلو څانګو كښې پرله پسې وده مومي۔ صدر مملکت ووئيل مونږ د قطر امير مشرۍ ته په درنه سترګه ګورو د چا په لارښودنه كښې جې قطر د پرمختګ، معاشي تنوع او د بشري ښېګړې په اقدامات كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ ده ووئيل په سيمه ايزو او نړيوالو چارو كښې د قطر د رغنده کردار په نړيواله كچه ستائنه كېږي۔ صدر مملکت ووئيل په دې موقع زه د قطر اولس د پرله پسې پرمختګ او خېرښګرې لپاره د زړه د كومي د نيكو هيلو څرګندونه كوم۔ ده ووئيل د پاكستان او قطر ترمېنځه د دوستۍ رشته دې دغسې وده كوي۔