اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري د "كروندګرو ورځې" په مناسبت پاکستاني كردوندګرو ته درناوی وړاندې كولو سره ويلي دي چې د پاکستان كروندګر د هېواد معيشت ٬ غذائي خود كفالت او کلیوال پرمختګ كښې بنيادي كردار تر سره كوي۔ د ايون صدر پرېس ونګ لمخې ولسمشر نن د زيارت په ورځ د كروندګرو ورځې مناسبت سره په خپل پېغام كښې وويل كرنې سره تعلق لرونكې كورنۍ …
د كروندګرو خير ښيګړه ٬ عصري كرنيز آلات او منډيانو ته لاسرسي لپاره كوتلي اقدامات اړين دي: د ولسمشر آصف علي زرداري پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري د “كروندګرو ورځې” په مناسبت پاکستاني كردوندګرو ته درناوی وړاندې كولو سره ويلي دي چې د پاکستان كروندګر د هېواد معيشت ٬ غذائي خود كفالت او کلیوال پرمختګ كښې بنيادي كردار تر سره كوي۔ د ايون صدر پرېس ونګ لمخې ولسمشر نن د زيارت په ورځ د كروندګرو ورځې مناسبت سره په خپل پېغام كښې وويل كرنې سره تعلق لرونكې كورنۍ سره د تړون لرلو په سبب د كروندګرو مشقت ٬ كاميابو او ستونزو څخه ښه خبر يم۔ ده ووئيل چې کرنه په پاکستان کښې د ملیونونو کورنیو لپاره د کار سرچینه او د ملي پرمختګ یوه مهمه ستنه ده۔ د اوبو کمښت، موسمياتي بدلون او د کرنیزو لګښتونو زیاتوالی پاكستاني كروندګرو ته پېښې ننګونې دي۔ ولسمشر وویل چې په پاکستان کښې د كروندګرو خېر ښېګړې ٬ عصري كرنيز آلات او منډيانو ته لاسرسۍ لپاره کوټلي اقدامات اړین دي۔ هغه وویل چې په پاکستان کښې د غذائي خوندیتوب، دوامداره پرمختګ او سوکالي یوازې د کرنې سېكټر ثبات سره ممکنه ده۔










