اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسبملۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي کسان د پاکستان د معيشت بنيادي ستن ده٬ د چا د ستړو او قربانيو نه غېر چې قامي غذائي تحفظ، زرعي خود کفالت او د كليوال پرمختګ تصور ممکن نه دے، كروندګر شپه او ورځ خواري كولو سره قام ته خوراك وركوي او د هېواد معاشي استحکام، برآمدات او كليوال روزګار ته وده وركولو …
کسان د پاکستان د معيشت بنيادي ستن ده ۔ د سپيکر اياز صادق د كسان نېشنل ډے په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسبملۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي کسان د پاکستان د معيشت بنيادي ستن ده٬ د چا د ستړو او قربانيو نه غېر چې قامي غذائي تحفظ، زرعي خود کفالت او د كليوال پرمختګ تصور ممکن نه دے، كروندګر شپه او ورځ خواري كولو سره قام ته خوراك وركوي او د هېواد معاشي استحکام، برآمدات او كليوال روزګار ته وده وركولو كښې كليدي كردار لوبوي۔ د کسان نېشل ډے په موقع خپل پېغام كښې سپيکر ووئيل پاكستان يو زرعي هېواد دے چرته د لكهونو په شمېر د كورنيو د معاش ذريعه د كر كېلې سره تړلې ده۔ ده ٬ ده په دې خبره زور راوړو چې كروندګرو ته جديد زرعي سهولتونه، معياري تخم، د سرې په وخت رسنه او د اوبو منصفانه تقسيم، موثر زرعي توسيعي خدمات او تر جديد تحقيق رسنه وركول د رياست بنيادي ذمه واري ده دغسې چې زرعي پيداوار كښې اضافه٬ لګښت كښې كمے او د كروندګرو امدن كښې بهتري راوستلې شي۔ سپيکر سردار اياز صادق ووئيل د موسمياتي بدلون، غير متوقع بارانونه، سېلاب، وچ كالي او زيات شوې زرعي خرڅونه كروندګرو لپاره سنګين چېلنجز ګرځېدلي٬ د دې مسئلو مخنيوي لپاره جامع او موثره پاليسي سازي، د فصل بيمه نظام ته وده، کسان دوست قرضه سکيمونه، د استطاعت وړ توان او د جديد زرعي ټيکنالوجۍ استعمال ضروري جوړول پكار دي۔










