اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه د اېم اېل ون منصوبې په وخت بشپړولو لپاره د حكومت د عزم پخلي كولو سره ووئيل دا مهم سنګ ميل سر كولو لپاره د اسيائي پرمختيائي بېنك پرله پسې معاونت به د ډېر اهميت وړ وي ۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده شورو په ورځ مېنځنۍ او لويديزې اسياء لپاره د اسيائي پرمختيائي بېنك …
حکومت د ايم ايل ون منصوبې په وخت د بشپړولو عزم لري٬ منصوبې لپاره د اے ډي بي پرله پسې معاونت د ډېر اهميت وړ دے٬ د وفاقي وزير احد چيمه مېنځنۍ او لويديزې اسياء لپاره د اسيائي پرمختيائي بېنك ډائريکټرجنرل لي ګوټريز سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه د اېم اېل ون منصوبې په وخت بشپړولو لپاره د حكومت د عزم پخلي كولو سره ووئيل دا مهم سنګ ميل سر كولو لپاره د اسيائي پرمختيائي بېنك پرله پسې معاونت به د ډېر اهميت وړ وي ۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده شورو په ورځ مېنځنۍ او لويديزې اسياء لپاره د اسيائي پرمختيائي بېنك ډائريکټرجنرل لي ګوټريز سره په ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع د اسيائي پرمختيائي بېنك (اے ډي بي) په پاکستان كښې کنټري ډائريکټر ايما فان او د اقتصادي چارو ډويژن سينئر چارواكي هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير د بېنك پاكستان لپاره د يو مستعد پرمختيائي شراكتدار په توګه د اوږدې مودې جاري د غېر متزلزل ملاتړ ستائنه وكړه۔ ده پلاوي ته د حكومت لخوا د اوپن اكانومي استحكام لپاره د شوو هلو ځلو او هېواد ته رامخې ته د معاشي ستونزو مخنيوي لپاره د جاري مالياتي استحکام په حواله بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير په مېن لائن ون (اېم اېل ون) منصوبې په وخت بشپړولو لپاره د حكومت د عزم پخلي كولو سره ووئيل دا مهم سنګ ميل لپاره د اسيائي پرمختيائي بېنك پرله پسې معاونت به د ډېر اهميت وړ وي۔ ده ووئيل وفاقي حکومت پرمختيائي وسائل صوبائي حكومتونو سره نزدې همغږۍ كښې په موثره ډول د كارولو اراده لري چې پكښې به د پرمختيائي شراكتدارو معاونت شامل وي۔










