د متحده عرب امارات د روادارۍ او شريك سباٶن وزير شيخ نهيان بن مبارک النهيان د خيرپور دوره، وفاقي وزير محسن نقوي د ګران مېلمه تود هركلے وكړو

خېر پور 17 دسمبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات د روادارۍ او شريك سباٶن وزير شيخ نهيان بن مبارک النهيان د شورو په ورځ قادن واري، ضلع خيرپور ته په دوره رسېدلے، د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شيخ نهيان بن مبارک النهيان تود هركلے وكړو۔ په دې موقع دواړو مشرانو د متحده عرب امارات د قامي ورځ په مناسبت سره په ګده كېك پرې كړو۔ …

خېر پور 17 دسمبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات د روادارۍ او شريك سباٶن وزير شيخ نهيان بن مبارک النهيان د شورو په ورځ قادن واري، ضلع خيرپور ته په دوره رسېدلے، د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شيخ نهيان بن مبارک النهيان تود هركلے وكړو۔ په دې موقع دواړو مشرانو د متحده عرب امارات د قامي ورځ په مناسبت سره په ګده كېك پرې كړو۔ محسن نقوي د يو اے اي په قامي ورځ شيخ نهيان بن مبارک النهيان له مباركي وركړه۔ د دې نه وروستو محسن نقوي شيخ نهيان بن مبارک النهيان سره ملاقات وكړو چې پكښې د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه دوه اړخيزه مرستې ته وده وركول، د شريكې خوښې په چارو او په مشتركه اقدامات تفصيلي خبرې وشوې۔ شيخ نهيان بن مبارک النهيان په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان ته په راتګ او زما د ورور لخوا په تود هركلي خوشحاله شوم۔ محسن نقوي د شيخ نهيان بن مبارک النهيان پاکستان ته په راتګ هركلي كولو سره ووئيل د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د ورورولۍ ښې اړيكې په شريك باور، احترام او د اوږدې مودې په دوستۍ اډانه دي د كومو چې لا قوي كولو لپاره د دواړو هېوادونو عزم غېر متزلزل دے۔ په دې موقع د متحده عرب امارات سفير سالم محمد الزابي، وزير مملکت عبدالرحمن کانجو او نور شخصيات هم موجود وٶ۔