اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) سينئر خبريال، اينکر پرسن او د پياس انټرنېشنل هيومن رائټس چيئرمېن رانا عمران لطيف وئيلي دي د پاكستانو مېرمنو ترقي او تحفظ زمونږ وړومبۍ پام لرنه ده، د پياس انټرنيشنل هيومن رائټس د مېرمنو مرستې لپاره هيلپ لائن 24/7 په کاميابۍ سره چلېږي، مونږ ډېر زر يو جديد آنلائن پورټل پېل كوٶ كوم چې به مېرمنو ته په انصاف وركولو كښې سنګ ميل …
رانا عمران لطيف د مېرمنو اختيار مندو جوړولو او جديد ډيجيټل نظام وركولو عزم

مزید خبریں
اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) سينئر خبريال، اينکر پرسن او د پياس انټرنېشنل هيومن رائټس چيئرمېن رانا عمران لطيف وئيلي دي د پاكستانو مېرمنو ترقي او تحفظ زمونږ وړومبۍ پام لرنه ده، د پياس انټرنيشنل هيومن رائټس د مېرمنو مرستې لپاره هيلپ لائن 24/7 په کاميابۍ سره چلېږي، مونږ ډېر زر يو جديد آنلائن پورټل پېل كوٶ كوم چې به مېرمنو ته په انصاف وركولو كښې سنګ ميل ثابت شي۔ ده د شورو په ورځ د ګروئنګ ويمن تر سېوري لاندې د مېرمنو استعداد زياتولو او دوي اختيار مندې جوړولو په اره د خبرتيا سېمينار ته وېنا كوله۔ ده په ټولنه كښې د مېرمنو د مهم كردار ستائنه وكړه او د ډيجيټل دور تقاضو له مخې د بشري حقونو تحفظ لپاره يې په نوو اقداماتو رڼا واچوله۔ رانا عمران لطيف د سائبر کرائم په څانګه كښې د بهترۍ ګنجائش رامخې ته كولو سره مثبت تجويزونه وړاندې كړل۔ ده ووئيل د سائبر کرائم اداره لا پراخه كول او دې ته جديد وسائل وركولو سره مونږ خپلو وګړو په خاص توګه مېرمنو ته يو محفوظ ډيجيټل ماحول وركولې شو۔ ده ووئيل د انتظامي دھانچې بهترۍ سره به د اولسي شكايتونو په ازاله كښې تندي راشي۔ ده د پرمختللې هېوادونو مثال وركولو سره ووئيل مونږ له خپلو مېرمنو ته د سړو سره يو برابر د كار كولو موقعې وركول پكار دي دغسې چې هېواد پرمختګ وكړي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې زمونږ تنظيم به د بشري حقونو پالنه او د مېرمنو د شكاياتونو حل لپاره حكومت او ادارو سره په ګډه خپل مثبت كردار لوبوي۔










