اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان سره د بلوچستان تعلق لرونكو علما کرام او زده كوٶنكو، د خېبر پښتونخوا ځائي مشرانو، د بلوچستان قبائيلي مشرانو ، ډاکټرانو، وکيلانو، د چمن چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري استازو پشمول د هېواد مهمو شخصياتو پشمول بېلا بېلو پلاويو جلا جلا ليدلي دي ۔ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې ملاقات كښې …
د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان سره د بلوچستان بېلا بېلو پلاويو وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان سره د بلوچستان تعلق لرونكو علما کرام او زده كوٶنكو، د خېبر پښتونخوا ځائي مشرانو، د بلوچستان قبائيلي مشرانو ، ډاکټرانو، وکيلانو، د چمن چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري استازو پشمول د هېواد مهمو شخصياتو پشمول بېلا بېلو پلاويو جلا جلا ليدلي دي ۔ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې ملاقات كښې د هېواد په معيشت، موجوده سياسي صورتحال، سماجي همغږۍ، تجارت او سرمايه کارۍ، کاروباري هلو ځلو ته په ودې وركولو، په چمن بارډر په تجارتي امکانات، اولس ته په رامخې ته مسئلو او د دې حل لپاره د حكومت لخوا په پورته كړو اقداماتو تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې سيدال خان ووئيل د هېواد پرمختګ او خوشحالي په خاص توګه په بلوچستان كښې د معاشي وضعې بهترۍ لپاره سياسي، معاشي او سماجي اتحاد او قامي وحدت ضروري دے۔










