بيجنګ۔ 17 دسمبر (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ اي وئېلي دي د عرب هېوادونو لخوا د تائيوان په معامله د چين د جائز موقف ملاتړ د نړيوالو اړيكو د بنيادي اصولو پاسداري ده٬ جاپان پخوا هم د ٬٬بقا بحران٬٬ په بهانه خپل جارحيت پېل كړے ؤ٬ هغه له د تاريخ نه زدكره پكار ده۔ د سي جي ټي اين تر مخه د سي پي سي د مركزي …
د عرب هېوادونو لخوا د تائيوان په معامله د چين د جائز موقف ملاتړ د نړيوالو اړيكو د بنيادي اصولو پاسداري ده ٬ د چين خارجه وزير

مزید خبریں
بيجنګ۔ 17 دسمبر (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ اي وئېلي دي د عرب هېوادونو لخوا د تائيوان په معامله د چين د جائز موقف ملاتړ د نړيوالو اړيكو د بنيادي اصولو پاسداري ده٬ جاپان پخوا هم د ٬٬بقا بحران٬٬ په بهانه خپل جارحيت پېل كړے ؤ٬ هغه له د تاريخ نه زدكره پكار ده۔ د سي جي ټي اين تر مخه د سي پي سي د مركزي كمېټۍ د سياسي بېورو غړي او خارجه وزير وانګ اي د 12 نه تر 16 دسمبر پورې د متحده عرب امارات ٬ د سعودي عرب او د اردن دوره وكړه۔ هغه د دې دورې نه پس د چين ميډيا ته مركه كښې ووئېل د دورې په مهال درې هېوادونه د تائيوان په اړه د تاريخي حقائق او قانوني تناظر نه خبر كړے شول او د تائيوان په معامله د جاپاني لارښود د اړخه د چين په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې په اړه يې د چين د سخت مخالفت څرګندونه هم وكړه۔ وانګ اي ووئېل دريو واړو هېوادونو د يو چين په اصولو د ولاړ پاتي كېدو پخلے وكرو ۔ وانګ اي ووئېل د تائيوان په معامله د چين جائز موقف لپاره د عرب هېوادونو ملاتړ د ڼړيوالو اړيكو د بنيادي اصولو پاسداري ده او دا خبره ثابت كوي چې د چين اصول د خلقو په زړونو كښې ډېر ژور پراته دي۔










