د آئي سي سي آئي اعلٰی كچ پلاوې د تهائي لينډ سفير سره ملاقات

اسلام آباد۔ 17 دسمبر (اے پي پي)د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري (آئي سي سي آئي)اعلٰی كچ پلاوي د صدر سردار طاهر محمود په مشرۍ كښې د تهائي لينډ سفارتخانې دوره وكړه او سفير رونګ ودهي ويرابتر سره يې ملاقات وكړو۔د شورو په ورځ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو لا قوي كولو٬تجارت او سرمايه كارۍ كښې مرستې زياتولو او د پاكستان او تهائي لينډ ترمينځه …

اسلام آباد۔ 17 دسمبر (اے پي پي)د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري (آئي سي سي آئي)اعلٰی كچ پلاوي د صدر سردار طاهر محمود په مشرۍ كښې د تهائي لينډ سفارتخانې دوره وكړه او سفير رونګ ودهي ويرابتر سره يې ملاقات وكړو۔د شورو په ورځ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو لا قوي كولو٬تجارت او سرمايه كارۍ كښې مرستې زياتولو او د پاكستان او تهائي لينډ ترمينځه د شراكتدارۍ نوو لارو لټولو ته يې پام وګرځولو ۔ آئي سي سي آئي پلاوي كښې سينئر نائب صدر طاهر ايوب٬نائب صدر محمد عرفان چوهدري او آئي سي سي آئي آسيان كمېټۍ چيئرمېن چوهدري محمد علي شامل وو۔دواړو خوا دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 2 بلين ډالر زياتولو په شريك مقصد زور راوړو ۔سفير رونګ ودهي ويرابتر ووئېل دوه اړخيزه تجارت 1.6 بلين ډالر ته رسېدلے دے۔هغه په دې خبره زور راوړو چې پاكستان –تهائي لينډ فري ټريډ ايګريمنټ(ايف ټي اے)پرانستلو لپاره زر تر زره كار بشپړول پكار دي او آئي سي سي آئي په مشرتابه زور راوړو چې هغه دې ته زر حتمي شكل وركولو لپاره په فعاله توګه وكالت وكړي۔سفير د تهائي لينډ سيلګري راغب كولو لپاره د ګندهارا سېلګرۍ اهميت رامخې ته كړو او دا يې د دواړو هېوادونو اولس ترمينځه رابطه او كلتوري تبادلو لپاره يو اميد وګرځولو۔اسلام آباد كښې د آسيان كمېټۍ موجوده مشر په توګه سفير رونګ ودهي ويرابتر د آسيان-پاكستان مرسته قوي كولو او سيمه ايز بلاك سره روابط لپاره د پاكستان د خواهشات ملاتړ له د تهائي لينډ د عزم پخلے وكړو ۔ده د اليكټرك وهيكلز په اړه د تهائي مهارت هم رامخې ته كړو او د پاكستان اي وي ايكو سسټم پرمختګ لپاره يې د مرستې تجويز وړاندې كړو۔په دې موقع د آئي سي سي آئي صدر سردار طاهر محمود دم پاكستان پراخه برآمدي صلاحيت رامخې ته كړو۔ده تهائي لينډ ته د پاكستان برآمدات زياتولو لپاره نوې او غېر روايتي تجارتي لارو لټوولو په ضرورت هم زور راوړو ۔