امرېكې د وېنزويلا د آئل ټېنكر د ناكه بندۍ حكم جاري كړو ٬ د وېنزويلا حكومت ٬٬ غېر ملكي ترهه ګر تنظيم ٬ ګرځولو اعلان

واشنګټن۔17 دسمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وينزويلا ته د تلونكو او راتلونكو ټولو بندېز لګېدلو تيلو ټانكرو د ناكه بندۍ حكم جاري كړے دے چې ورسره د وينزويلا په صدر نكولس مادورو خلاف روان فشار لا زيات شوے دے ۔ د شنهو تر مخه ډونلډ ټرمپ په سوشل ميډيا پلېټ فارم ټروته سوشل خپل بيان كښې ووئېل وينزويلا ته د تلونكو او د هغه ځائے نه …

واشنګټن۔17 دسمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وينزويلا ته د تلونكو او راتلونكو ټولو بندېز لګېدلو تيلو ټانكرو د ناكه بندۍ حكم جاري كړے دے چې ورسره د وينزويلا په صدر نكولس مادورو خلاف روان فشار لا زيات شوے دے ۔ د شنهو تر مخه ډونلډ ټرمپ په سوشل ميډيا پلېټ فارم ټروته سوشل خپل بيان كښې ووئېل وينزويلا ته د تلونكو او د هغه ځائے نه په راتلونكو ټولو آئل ټېنكر په كومو چې بندېز لګولے شوے د مكمل ناكه بندۍ حكم جاري كوو ۔ هغه لا ادعا وكړه چې د وينزويلا حكومت په رسمي توګه ٬٬ غېر ملكي ترهه ګر تنظيم ٬٬ګرځولے شوے دے او په هغه يې د ترهه ګرۍ ٬ د نشه اي توكو د قاچاق او د انساني سمګلنګ غوندې تورونه ولګول ۔ د امرېكې صدر ووئېل امرېكا به كوم دښمن هېواد له پخپلو تيلو ٬ خاوره يا په نورو اثاثو د قبضې كولو اجازه ورنه كړي او غوښتنه يې وكره چې وينزويلا دې ټولې اثاثې واپس كړي كومې چې د هغه تر مخه د امرېكې نه پخوا غلا كړې شوي وې۔ ډ ټرمپ وينا وه وينزويلا دا وخت د جنوبي امرېكې د تاريخ تر ټولو لويې بحري بېړۍ په ولقه كښې دے او دا حصار به تر هعغه وخت روان وي تر څو چې په ممكنه توګه د امرېكې ضبط كرې اثاثې بېرته ستنې نه كرې شي۔ واضحه دې وي چې تېره اوونۍ كښې د ټرمپ انتظياميه د وينزيلا ساحل سره نزدې يو آئل ټينكر ضبط كړے ؤ او د صدر نكولس مادورو د كور ودانې او دريو خورينو ٬ د صدر سره په تعلق لرونكې يو تاجر او د تيلو په ترسيل كښې په ككړو 6 كمپنيو يې نوې بندېزونه لګولي وو۔

مزید خبریں