خرطوم۔17 دسمبر (اے پي پي)د سوډان ډيفيكټيو مشر او د پوځ سر لښكر جنرال عبدالفتاح البرهان په دې خبره صلاح شوے دے جې هغه په سوډان كښې د روان جنګ ختمې لپاره د صدر ټرمپ د امن په منصوبه خبرو اترو له چمتو دے۔ د العربيه تر مخه د سوډان خارجه وزارت د آرمي چيف البرهان د سعودي عرب دورې نه پس دا بيان جاري كړے دے۔ چيف جنرل عبد …
د سوډان پوځ سر لښكر د امرېكې صدر د امن په منصوبه خبرو اترو ته چمتو شو

مزید خبریں
خرطوم۔17 دسمبر (اے پي پي)د سوډان ډيفيكټيو مشر او د پوځ سر لښكر جنرال عبدالفتاح البرهان په دې خبره صلاح شوے دے جې هغه په سوډان كښې د روان جنګ ختمې لپاره د صدر ټرمپ د امن په منصوبه خبرو اترو له چمتو دے۔ د العربيه تر مخه د سوډان خارجه وزارت د آرمي چيف البرهان د سعودي عرب دورې نه پس دا بيان جاري كړے دے۔ چيف جنرل عبد الفتاح البرهان د سعودي پايه تخت رياض كښې د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات كړے دے چا چې د خپلې اوسنۍ امرېكې دورې په مهال صدر ټرمپ سوډان كښې جنګ بندۍ ته مائل كړے ؤ۔ د سوډان خارجه وزارت بيان تر مخه د صدر ټرمپ د امن منصوبه جنرال برهان ستائېلې ده او امن لپاره هلو ځلو او د جنګ خاتمې لپاره يې د هغه د هڅو ستائنه كړې چې هغه د سعودي عرب سره په ګده دا منصوبه مخ په وړاندې بوتلل غواړي ۔ هغه په دې مهال د صدر ټرمپ منصوبه وړاندې بوتللو لپاره په ګده د كار كولو اشاره هم وركړه ۔ هغه ووئېل زه د امرېكې خارجه وزير او د سوډان لپاره د امرېكې استازي سره هم په دې لړ كښې كار كولو ته چمتو يم كومه چې د شك نه غېر يوه د ستائنې وړ هدف دے۔ جنرال برهان د امرېكې خارجه وزير او د امرېكې د سوډان لپاره استازي د هلو ځلو هم په دې لړ كښې خاص ذكر وكړو۔ ياد دې وي په سوډان كښې د اپرېل 2023 نه خانه جنګي روانه ده چې پكښې يو پلو د سوډان وسله وال پوځونه او بل پلو پېرا ملټري فورس ٬ آر ايس ايف او نور مخالف ولاړ دي۔ دواړو په دې جنګ كښې په لاكهونو سوډاني وژلې دي او په لاكهونو بې كوره شوي دي او ملګرو ملتونو په سوډان كښې روان انساني بحران بد تر ګرځولے دے۔










