اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د پاکستان د پرمختيائي مسئلو بنيادي سبب سياسي استحكام٬ تسلسل او په كوچنيانو د پرله پسې سرمايه كارۍ فقدان دے۔ ۔ د شورو په ورځ د يونيسف، پائيډ او د پاكستان حکومت په ګده معاونت دShaping policy through evidence: Strenthening systems for children in Pakistan په موضوع کنفرنس ته خپلې وېنا كښې …
د پاکستان د پرمختيائي مسئلو بنيادي سبب سياسي استحكام٬ تسلسل او په كوچنيانو د پرله پسې سرمايه كارۍ فقدان دے۔ احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د پاکستان د پرمختيائي مسئلو بنيادي سبب سياسي استحكام٬ تسلسل او په كوچنيانو د پرله پسې سرمايه كارۍ فقدان دے۔ ۔ د شورو په ورځ د يونيسف، پائيډ او د پاكستان حکومت په ګده معاونت دShaping policy through evidence: Strenthening systems for children in Pakistan په موضوع کنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل يوازې فزيکل انفراسټرکچر د معنې لرونكې پرمختګ ضمانت نشي جوړېدے۔ ده ووئيل تاسو چې څومره هم سرمايه په فزيکل انفراسټرکچر ولګوې كه سماجي او معاشي بنياد کمزور وي نو دا هر څه هېڅ حېثيت نه لري۔ ده ووئيل قامي وژنز چې پكښې وژن 2010 او وژن 2025 شامل دي، د منصوبه بندۍ تسلسل ته مرکزي حيثيت وركوي خو د سياسي عدم استحکام په سبب په دې عمل درامد ونه كړے شو۔ ده د افسوس څرګندونې سره ووئيل زمونږ په سياسي تاريخ كښې يوه معاشي منصوبه په تسلسل سره مخ په وړاندې نه ده تللې٬ پروګرام بيا بيا منتقطع شوے او په دې سبب مطلوبه نتيجې ترلاسه نه شوې۔ ده په موجوده دور هېواد لپاره پرېكنده پړاٶ ګرځولو سره ووئيل دا نازك نه بلكې پرېكنده پړاٶ دے٬ مونږ له به دا پرېكړه كول وي چې مونږ به د 78 كالو تېروتنو تذكره كوٶ يا نوې لاره به خپلوو۔ ده د هند، بنګله ديش، ماليزيا او سنګاپور مثال وركولو سره ووئيل تر اوږدې مودې مستحكمې واكمنۍ هلته معيشتونه بدل كړي خو ده خبردارے وركړو چې استحکام سره سره اصلاحات هم ضروري دي٬ كه مسلسل اصلاح او جديد کاري نه وي نو استحکام بس جمود مضبوطوي۔ ده ووئيل يوازې استحکام او د پاليسو تسلسل اصلاحات تر تل پاتې نتيجو رسولې شي۔










