اسرائيل دې په مقبوضه فلسطين سيمو كښې غېر قانوني ودانكاري ختمه كړي٬ د نړيوال قانون او د سلامتي كونسل په قرارداد 2334 دې عملدرآمد وكړي۔پاکستان

ملګري ملتونه 17 دسمبر (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي اسرائيل دې په مقبوضه فلسطين سيمو كښې د يهوديانو غېر قانوني آباد کارۍ كښې تر خطرناك حد د زياتوالي په سمدستي توګه مخ نيوے او د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل په قرارداد 2334 (2016) دې په بشپړه توګه عمل وكړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد په سلامتي کونسل كښې په قرارداد 2334 په …

ملګري ملتونه 17 دسمبر (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي اسرائيل دې په مقبوضه فلسطين سيمو كښې د يهوديانو غېر قانوني آباد کارۍ كښې تر خطرناك حد د زياتوالي په سمدستي توګه مخ نيوے او د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل په قرارداد 2334 (2016) دې په بشپړه توګه عمل وكړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد په سلامتي کونسل كښې په قرارداد 2334 په درې مياشتني بحث كښې ووئيل د مقبوضه سيمو آبادياتي، قانوني يا د تاريخي بېت المقدس پشمول د اړخونو حيثيت بدلولو هره هڅه غېر قانوني ده بايد دا بېرته واخستلې شي۔ هغه د اسرائيل لخوا په قرارداد 2334 د عملدرآمد نه سرغړونه په سختۍ مسترد كولو سره ووئيل د سلامتي کونسل يو هم قرارداد په يو اړخيزه توګه “غير مؤثر” يا “پخوانے” نشي ګرځولے كېدے۔ هغه ووئيل د سلامتي کونسل قراردادونه تر ھغه وخت موثر او د عمل وړ دي تر څو چې په هغې په بشپړه توګه عمل ونه شي۔ سفير عاصم احمد ووئيل د فلسطين اولس د څو لسيزو راهسې د غېر قانوني قبضې، بے دخلۍ سره مخ دے او خپل ناقابلِ تنسيخ حق څخه محروم دے۔ هغه د فلسطيني اولس د خپلواكۍ حق د ملاتړ پخلي كولو سره د يو آزاد٬ خپلواكه فلسطيني رياست په جوړولو زور راوړو۔ هغه ووئيل د پاکستان مؤقف اصولي او مستقل دے۔ هغه د صدر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ كښې د امن هلو ځلو حواله وركولو سره ووئيل دې اقدامات سره د امن منصوبه او شرم الشيخ سمټ شوے كوم چې منطقه او نړيواله ورورولي په سمدستي توګه فعاله كړې٬ چې پكښې د خونړي جنګ خاتمه، د جنګ بندۍ تسلسل، د بشري بحران لاره نيول د بنديوانو او يرغمال شوو كسانو خوشې كول او د فلسطين رياست جوړولو پلو د عمل وړ د سياسي عمل بحالي شامل ده۔ هغه زور راوړو چې د جنګ بندۍ بايد بشپړ احترام اوشي او د هر ډول يو اړخيز پوځي كاروائۍ څخه ډډه او غزه څخه د اسرائيلي ځواكونو وتل ضروري دي