اين ډي ايم اے فلسطين لپاره نور د مرستې سامان ولېږلو

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم په سپارښتنه نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے)فلسطين لپاره نور د مرستې سامان لېږلے دے۔ په 100 ټنه سامان مشتمل دا په مجموعي توګه 27م د مرستې كهيپ دے چې د الخدمت فاؤندېشن په مرسته لېږلې شوے ۔ د مرستې سامان د خاص پرواز د لارې علامه اقبال انټرېشنل هوائي مېدان لاهور څخه ولېږلے شو۔لېږلي شوي د مرستې سامان كښې كمبلې٬ترپال٬ …

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم په سپارښتنه نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے)فلسطين لپاره نور د مرستې سامان لېږلے دے۔ په 100 ټنه سامان مشتمل دا په مجموعي توګه 27م د مرستې كهيپ دے چې د الخدمت فاؤندېشن په مرسته لېږلې شوے ۔ د مرستې سامان د خاص پرواز د لارې علامه اقبال انټرېشنل هوائي مېدان لاهور څخه ولېږلے شو۔لېږلي شوي د مرستې سامان كښې كمبلې٬ترپال٬ جامې او د ميرمنو لپاره د ضروري سامان كټس شامل دي۔٬د مرستې مجموعي وزن 2627 ټن دے۔د سامان ليږلو دستورې خاص مېلمه د پنجاب د خزانې وزير ميا مجتبیٰ شجاع الرحمٰن او د پنجاب هاؤسنګ وزير ايم پي اے ميا بلال ياسين وو۔دستوره كښې د اين ډي ايم اے او د خارجه وزارت چارواكو پشمول د حكومتي او الخدمت فاؤنډېشن استازي موجود وو۔د پاكستان حكومت او اولس په دې سخت وخت كښې د فلسطيني اولس سره ولاړ دے او د هغوي ضروريات پوره كولو لپاره به هر ممكنه هڅه كولې شي۔