د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير د چين پنټوپيا کمپنۍ ته په پاكستان كښې سرمايه كارۍ او شراكتدارۍ لپاره د مرستې باور وركړو

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ سره د چين د لوېې فنټوپيا كمپنۍ د اعلٰې كچ پلاوي ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان او چين آئرن برادرز دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه سرمايه کاري او اقتصادي مرسته پرله پسې وده كوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاکستان كښې ټيکنالوجي، فِن ټيك …

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ سره د چين د لوېې فنټوپيا كمپنۍ د اعلٰې كچ پلاوي ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان او چين آئرن برادرز دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه سرمايه کاري او اقتصادي مرسته پرله پسې وده كوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاکستان كښې ټيکنالوجي، فِن ټيك او ډيجيټل سرمايه کارۍ ودې ته خاص پاملرنه كېږي۔ ده ووئيل پاکستان د آبادۍ په لحاظ سره د نړۍ پنځم هېواد په توګه يو لويې٬ فعاله او زړه راښكونكے ماركيټ دے۔ په دې موقع وفاقي وزير پلاوي ته په پاكستان كښې د ممكنه سرمايه كارۍ او شراكتدارۍ لپاره د بشپړ مرستې باور وركولو سره ووئيل بورډ آف انويسټمنټ په هېواد كښې د سرمايه كارۍ د ودې عزم لري۔