د قامي ورثه و كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزېب خان كهچي سره د تاجكستان د كلتور وزير مطلوبه سهستوريان امان زاده ملاقات

اسلاآباد۔ 17 دسمبر (اے پي پي) د قامي ورثه و كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزېب خان كهچي سره د تاجكستان د كلتور وزير مطلوبه سهستوريان امان زاده ملاقات وكړو۔ دشورو په ورځ دلته نه جاري بيان تر مخه د دواړو هېوادونو تر مينځه د كلتوري سفارتكارۍ د لارې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي ته اتفاق وكړے شو۔ د دې نه وړاندې د كلتور وزير او ورثه ډويژن وزير اورنګزېب خان …

اسلاآباد۔ 17 دسمبر (اے پي پي) د قامي ورثه و كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزېب خان كهچي سره د تاجكستان د كلتور وزير مطلوبه سهستوريان امان زاده ملاقات وكړو۔ دشورو په ورځ دلته نه جاري بيان تر مخه د دواړو هېوادونو تر مينځه د كلتوري سفارتكارۍ د لارې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي ته اتفاق وكړے شو۔ د دې نه وړاندې د كلتور وزير او ورثه ډويژن وزير اورنګزېب خان كهچي د جمهوريه تاجكستان خپل هم منصب ستوريون متلوباخون امون زاده په مشرۍ كښې پاكستان ته د راغلې پلاوي په اسلام آباد هوائي مېدان هر كلے وكړو۔ د تاجكستان كلتوري پلاوې د پاكستان او تاجكستان تر مينځه د وړومبنۍ كلتوري ميلې په لړ كښې د پاكستان دوره كوي د كومې پرانسته به چې سبا د (جمعې) په ورځ كنونشن سېنټر اسلام آباد كښې كېږي ۔ د دې مېلې د لپاره به د دواړو هېوادونو تر مينځه د كلتوري مرستې يو نوے باب رامخې ته شي۔