ملګري ملتونه 16 دسمبر (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د هند بې بنسټه او بې ځايه تنقيد مسترد كولو سره وئيلي دي د يو هېواد په آئين كښې بدلونونه د ھغه هېواد د اولس د منتخب استازو حق دے او غېر هېواد په دې د خبرې كولو اختيار نه لري۔ د پاكستان استازي ګل قيصر سرواني د ملګرو ملتونو په سلامتيا كونسل كښې د …
پاکستان د هند په آئيني او قانوني عمل تنقيد مسترد كړو

مزید خبریں
ملګري ملتونه 16 دسمبر (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د هند بې بنسټه او بې ځايه تنقيد مسترد كولو سره وئيلي دي د يو هېواد په آئين كښې بدلونونه د ھغه هېواد د اولس د منتخب استازو حق دے او غېر هېواد په دې د خبرې كولو اختيار نه لري۔ د پاكستان استازي ګل قيصر سرواني د ملګرو ملتونو په سلامتيا كونسل كښې د “قيادت برائے امن” په موضوع بحث كښې برخه اخستو سره ووئيل هند د پاكستان په آئيني عمل د سوال پورته كولو هېڅ اخلاقي جواز نه لري۔ دا بيان دوي د هندي استازي هريش پروتھانيني د اونو بيانونو په ځواب كښې وركړے، چې پكښې د پاكستان كورنيو چارو پشمول په دې وروستۍ كښې په منظور شوي 27م آئيني بدلون تبصره شوې وه۔ د هند استازي په ملګرو ملتونو كښې د پاكستاني سفير عاصم افتخار احمد په بيان د خپل غبرګون څرګندونه كړې وه، چا چې د 15 كسيز كونسل په مباحثه كښې برخه اخستو سره د ملګرو ملتنو تسليم كړې خو غېر حل شوې مسئله د كشمير پورته كړې او د هند لخوا يې د 1960 د سندھ طاس تړون په يو اړخيزه معطلۍ رڼا اچولې وه٬ خپل بيان كښې د هند استازي ادعا كړې وه چې کشمير د هند اټوټ اهنګ او ناقابل تنسيخ برخه ده۔ د پاكستان استازي د هند ادعاګانې په غلط فهمو اډانه وګرځولې۔ ده ووئيل چې هند سره هېڅ اخلازي جواز نشته چې د پاكستان په آئيني عمل ټكونه وكړي۔ ده زياته كړه چې هم داسې رياست څخه د جمهوريت٬ يا د قانون د حكمرانۍ په اړه د سبق ضرورت نه لري د چا خپل طرز عمل چې د هغوي اصولو سره په واضحه توګه متصادم وي٬ د هند غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمير په اړه د پاكستان استازي ووئيل خپله هند دا معامله سلامتي كونسل ته وړاندې كړې او د جمو و كشمير اولس ته ئې د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د رائے شمېرو د لارې د خپل سباون د تعين د اجازې وركولو ذمه واري قبوله كړې ده










