صدر مملكت آصف علي زرداري سره د تاجك سفير شريف زاده يوسف توهير ملاقات

اسلام آباد۔16دسمبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د تاجكستان پاكستان كښې سفير شريف زاده يوسف توهير د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړے دے ۔په دې موقع صدر مملكت د پاكستان او تاجكستان ترمينځه د قوي او په ګڼ اړخيزه اړيكو توثيق كولو سره ووئېل پاكستان 1992 كښې د تاجكستان سره سفارتي اړيكې جوړونكو وړومبو هېوادونو كښې شامل ؤ او د دواړو هېوادونو …

اسلام آباد۔16دسمبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د تاجكستان پاكستان كښې سفير شريف زاده يوسف توهير د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړے دے ۔په دې موقع صدر مملكت د پاكستان او تاجكستان ترمينځه د قوي او په ګڼ اړخيزه اړيكو توثيق كولو سره ووئېل پاكستان 1992 كښې د تاجكستان سره سفارتي اړيكې جوړونكو وړومبو هېوادونو كښې شامل ؤ او د دواړو هېوادونو د تجارت٬معاشي مرسته ٬دفاع او سلامتيا په څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته پرله پسې وده مومي۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل اعلٰی كچ باقاعده تبادلې د دواړو هېوادونو نزدې او د ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي۔ده ووئيل سټريټجك پارټنرشپ لوظ نامه د شريكې خوښې په څانګو كښې مرستې لا قوي كولو لپاره يو مستحكم فريم ورك وركوي۔تاجكستان د مينځنۍ آسيا لپاره د يو پل ګرځولو سره صدر مملكت سيمه ايزې رابطه كارۍ ښه كولو په اهميت زور راوړو او نيغ په نيغه د پروازونو بحالۍ سره سره يې د سړك او ريل رابطو كښې د ښه والي هڅو ډاډګيرنه وكړو ۔صدر مملكت په خاص توګه د توان په څانګه كښې دوه اړخيزه تجارت او د سرمايه كارۍ زياتولو امكانات رامخې ته كړل او د كاسا-1000 منصوبې په وخت بشپړیدو لپاره يې د پاكستان د عزم پخلے وكړو ۔ده په اولسي كچه روابط قوي كولو لپاره د كلتوري مرستې زياتوالي د په اهميت هم زور راوړو ۔په دې لړ كښې ده كال 2027 كښې د علامه اقبال 150مه د زيږېدنې ورځ په شريكه توګه د لمانځلو تجويز هركلے وكړو ۔ده ووئېل علامه اقبال او د هغه كلام تاجكستان كښې په لويه پيمانه خوښيږي۔