د اے پي اېس پېښور شهيدانو قربانۍ د ترهګرۍ په ضد هلو ځلو كښې د قام د كلك عزم دائمي علامت دي۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د خارجه وزارت وياند د آرمي پبلک سکول (اے پي اېس) شهيدانو ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو سره د دې عزم پخلے كړے دے چې پاكستان د ترهګري په ضد كه هر ځاے وي٬ د پاكستان اولس تحفظ٬ د خپلې خودمختارۍ دفاع او اتحاد، استقامت او د ترهګرۍ په ضد د كوم امتياز نه غېر او په موقف د سمجهوتي كولو …

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د خارجه وزارت وياند د آرمي پبلک سکول (اے پي اېس) شهيدانو ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو سره د دې عزم پخلے كړے دے چې پاكستان د ترهګري په ضد كه هر ځاے وي٬ د پاكستان اولس تحفظ٬ د خپلې خودمختارۍ دفاع او اتحاد، استقامت او د ترهګرۍ په ضد د كوم امتياز نه غېر او په موقف د سمجهوتي كولو نه غېر د تل پاتي امن ترلاسه كولو وژن لپاره عزم لري۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ جاري بيان كښې ووئيل شول په آرمي پبلک سکول پېښور د ترهګرۍ د بريد شهيدانو د تلين په موقع پاکستان بې ګناه ماشومانو او استاذانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره هغوي په عقيدت او احترام سره يادوي څوك چې د ترهګرۍ په نخښه شوي، د شهيدانو قربانۍ د ترهګرۍ په ضد هلو ځلو كښې د قام د پوخ عزم دائمي علامت دے۔ وياند ووئيل د شهيدانو يادونه مونږ ته دا خبره هم رايادوي چې د ترهګرۍ د لعنت د بشپړه خاتمې ضرورت نن هم هغسې سمدستي او ضروري دے۔ وياند ووئيل پاكستان په ھغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د ترهګرۍ څخه زيات ځپلے شوے٬ چرته چې د 90 زره نه زيات قېمتي ځانونه ضائع شول او هېواد ته لوې معاشي او سماجي زيان رسېدلے، دا قربانۍ د ترهګرۍ په ضد د پاكستان د وړومبي صف كردار او د غېر متزلزل عزم واضحه ثبوت دے چې په سبب يې نه يوازاې پاكستانيان بلكې په منطقه او د دې نه بهر بې شمېره ځانونه محفوظ اوسي۔ وياند ووئيل د پاکستان امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوٶنكو ادارو د ترهګرو تنظيمونو په ضد پرېكنده او موثره كاروائۍ جاري ساتلې دي خو پاكستان د پولې پورې اړخ نه د هڅو كوٶنكو ترهګرو عناصرو لخوا پرله پسې خطرو سره مخ دے چې ورته زمونږ د مخالفينو سرپرستي ترلاسه ده۔ ده ووئيل پاکستان دا چيلنج مسلسل رامخې ته كړے دے او ترهګرو خپلې خاورې ته د راتللو مخ نيوي له كوټلې او موثر اقدامات كوي۔ وياند زياته كړه چې د دې هلو ځلو د لارې پاكستان د خپلو پولو نه بهر د ترهګرۍ خپرېدو لاره نيولو كښې د يو مضبوط حصار کردار ادا كړے دے او په منطقه او نړۍ كښې امن او استحكام كښې يې ځانګړے كردار لوبولے دے۔ وياند ووئيل دا ترديد نه لرونكے حقيقت د ترهګرو د پټن ځايونو د خاتمې او پاكستان په نخښه كوٶنكو د ټولو تنظيمونو پشمول د هر ډول معاونت بشپړه مخه نيوي لپاره سمدستي او د كوټلو اقداماتو ضرورت رامخې ته كوي۔

مزید خبریں