د ملي جيم سټونز پاليسۍ مقصد د پاكستان جيم سټونز سيكټر پراخه خو غېر استعمال شٶے صلاحيت په كار راوستل دي۔هارون اختر خان

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه شوې چې پكښې د ملي جيم سټونز پاليسۍ جاج اخستو سره دې ته حتمي شكل وركړے دے٬ د ملي جيم سټونز پاليسۍ مقصد د پاكستان جيم سټونز سيكټر پراخه خو ولې غېر استعمال شٶے صلاحيت په كار راوستل دي۔ په غونډه كښې د امپورټ ايكسپورټ، …

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه شوې چې پكښې د ملي جيم سټونز پاليسۍ جاج اخستو سره دې ته حتمي شكل وركړے دے٬ د ملي جيم سټونز پاليسۍ مقصد د پاكستان جيم سټونز سيكټر پراخه خو ولې غېر استعمال شٶے صلاحيت په كار راوستل دي۔ په غونډه كښې د امپورټ ايكسپورټ، بينكنګ او فنانس او د ريټرن او ريفنډ پاليسۍ په اړه خاص وركنګ ګروپس خپل سفارشات په پاليسي فريم ورك كښې شاملولو لپاره وړاندې كړل۔ هارون اختر خان ووئيل پوهانو سره د پراخه مشاورت نه پس پاليسي او معيار د نړيوال معيار سره سم شوے دے٬ د وزيراعظم شهباز شريف وژن له مخې پاليسۍ كښې د پرمختګ رفتار تندولو، ويليو ايډيشن ته ودې وركولو او د جيم سټونز صنعت په مسابقتي برآمدات اډانه څانګه جوړولو پلو پام لرنه شوې ده

مزید خبریں