واشنګټن۔ 16 دسمبر(اے پي پي) امرېكې ادعا كړې ده چې د يوكرېن جنګ خاتمې لپاره مجوزه 20 نكاتي امن منصوبه باندې د امرېكې ٬ يوكرېن او د اروپائي هېوادونو تر مينځه 90 فيصده اختلافات باندې په اتفاق سره ښكاره پېشرفت شوے دے۔ شنهوا د امرېكې ميډيا رپورټس په حواله ووئېل دوه اعلې امرېكائي چارواكو وئېلي دي د يو كرېن امن لوظ نامې په اړه زيارتره نكات باندې د فرېقېن تر …
د يوكرېن امن لوظنامې په اړه 90 فيصد معاملات تر سره شول٬ د امرېكې ادعا

مزید خبریں
واشنګټن۔ 16 دسمبر(اے پي پي) امرېكې ادعا كړې ده چې د يوكرېن جنګ خاتمې لپاره مجوزه 20 نكاتي امن منصوبه باندې د امرېكې ٬ يوكرېن او د اروپائي هېوادونو تر مينځه 90 فيصده اختلافات باندې په اتفاق سره ښكاره پېشرفت شوے دے۔ شنهوا د امرېكې ميډيا رپورټس په حواله ووئېل دوه اعلې امرېكائي چارواكو وئېلي دي د يو كرېن امن لوظ نامې په اړه زيارتره نكات باندې د فرېقېن تر مينځه فاصله كمه شوې ده۔ دا پېشرفت به برلن كښې د شوو خبرو اترو نه پس رامخې ته شو چې پكشې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ خاص استازي اسټيووټكوف او د هغه زوم جېرډكشنر د يوكرېن او اروپائي چارواكو سره ملاقاتونه وكړل۔د يو كرېن صدر ولودومير زېلنسكي په سوشل مېډيا ايكس خپل بيان كښې ووئېل د برلن خبرې يوازې يوه ابتدائي مسوده ده خو هغه خبردارے وركړو چې په امن منصوبه كښې شامل ځېنې نكات د تباهۍ وړ ثابتېدے شي ٬ د كومو ويستل چې ضروري دي۔ زېلنسكي تر مخه يوكرېن د ناټو ركنيت په ځائے د قوي امنيت ضمانتوته په قبلولو د لچ څرګندونه كړې ده٬ خو تر اوسه دا واضحه نه ده چې د امرېكې د اړخه د ضمانتونو نوعيت به څه وي او آيا دې لپاره به د امرېكې سېنېټ نه منظوري پكار وي يا نه۔










