اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي تندۍ سره بدلېدونكي او پېچلې نړيواله معاشي منظرنامه كښې مؤثر كردار ترسره كولو لپاره پاكستان د فعاله اقتصادي سفارتكارۍ عزم لري٬ پاكستان د بركس په فرېم ورك كښې رغنده كردار ترسره كولې شي٬ پېداواري معاشي فعاليت سره تړلي فنانسنګ ته پاكستان تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د آذربائیجان نوموړې خبر رسنې …
پاكستان د فعاله اقتصادي سفارتكارۍ عزم لري ٬ د بركس په فريم ورك كښې رغنده كردار ترسره كولې شي٬ پيداواري معاشی فعاليت سره تړلي فنانسنګ ته پاكستان تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي: د خزانې وزير اورنګزيب نړيوالې ميډيا سره مركه

مزید خبریں
اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي تندۍ سره بدلېدونكي او پېچلې نړيواله معاشي منظرنامه كښې مؤثر كردار ترسره كولو لپاره پاكستان د فعاله اقتصادي سفارتكارۍ عزم لري٬ پاكستان د بركس په فرېم ورك كښې رغنده كردار ترسره كولې شي٬ پېداواري معاشي فعاليت سره تړلي فنانسنګ ته پاكستان تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د آذربائیجان نوموړې خبر رسنې ادارې رپورټ انفارمېشن ایجنسۍ او د روسيه خبر رسنې ايجنسۍ ریانووستی سره دوه جلا جلا مركو كښې وكړه۔ ده د پاكستان په معاشي ترجيحات ٬ د سرمايه كارۍ په امكانات او سيمه ايزو او نړيوالو همكارانو سره په زياتو شوو رابطو او د كلي معيشت استحكام ٬ د تجارت ودې او تلپاتې سرمايه كارۍ سره په اړوندو حكومتي ترجيحات او اقدامات رڼا واچوله۔ رپورټ سره مركه كښې د خزانې وزير په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان او آذربائیجان ترمينځه پخوانۍ اړيكې اوس په كوټلو معاشي نتيجو بدلېږي۔ د خزانې وزير ووئيل آذربائیجان په پاكستان كښې نزدې د دوه اربه ډالرو سرمايه كارۍ كولو له خوښي ښكاره كړې ده۔ په سباؤن كښې د مرستې په امكانات خپلو خبرو كښې د خزانې وزير په نړيوال تجارتي نظام كښې د فشار په تناظر كښی د جنوب جنوب همكارۍ زياتېدونكې اهميت په ګوته كړو۔ ده د پاکستان، وسطی ایشیا او آذربائیجان ترمينځه د تجارتي او تګ راتګ د راهداريو د پرمختګ په صلاحيت او استعداد زور راوړو۔ ده ووئيل موجودہ دوه اړخيزه تجارتي حجم د دواړو معيشتونو د اصل صلاحيت په مقابله كښې كم دے۔ ريانووستي سره مركه كښې سېنېټر اورنګزېب په بركس تنظيم كښې شموليت لپاره د پاكستان خوښي ښكاره كولو سره ووئيل پاكستان د شنګھائي مرستې تنظيم يو فعاله غړے دے اود بركس په فرېم ورك كښې هم تعميري كردار ترسره كولې شي۔ سرمايه كارۍ لپاره د سهولت كارۍ په اړه د خزانې وزير ووئيل د کلي معیشت استحکام باوري كول د حكومت تر ټولو وړومبۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل د پاكستان د زرمبادله پنګې مخ په ښه كېدو دي او د زرمبادله پنګې نزدې د درېو مياشتو درآمدات لپاره پورا دي۔ د ډيجيټل اثاثو ذكر كولو سره سېنېټر اورنګزېب ووئيل سټېټ بېنك د ډيجيټل كرنسيانو جاج اخلي ولې چې د پاكستان زيات شمېر وګړي كرپټو كرنسي سره اړوندو فعاليتونو كښې بوخت دي۔ د خزانې وزير د پاكستان معيشت لپاره د انقلابي صلاحيت په توګه د مصنوعی ذهانت په اهميت رڼا واچوله۔ ده ووئيل په خاص توګه د زراعت ٬ ماليات ٬ صحت او د ډيجيټل انفراسټركچر په څانګو كښې مصنوعي ذهانت څخه استفاده ضروري ده۔ ده د اولسي ماليات او بجټ سازۍ په عمل كښې د مصنوعي زېركتيا اطلاق په اړه د روسيه تجربې څخه زده كړې له د پاكستان خوښي ښكاره كړه۔ ده د توان ٬ تېل او ګاز ٬ معدنيات ٬ كان كنۍ او صنعتي تعاون او دغسې ممكن اسټيل پلانټ لګول د پاكستان او روسيه ترمينځه د همكارۍ مهمې څانګې وګرځولې۔ ده ووئيل په دې چارو په وزارتي كچه خبرې روانې دي










