نړيوال دفاعي رپورټ : د 52 دقيقو فضائي جنګ كښې د هند فضائيه 4 رافيل الوتكې نسكورې كړې شوې ٬ د دفاعي سرلوړۍ بيانيه له مينځه لاړه

اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) نړيوال تحقيقاتي رپورټ د انتها خوښي مودي حكومت او ماتې خوړلي هندي پوځ تش د نامې وقار نړۍ ته ښكاره كړے دے۔ د برطانیې د دفاعي جريدې "کِی ایرومېګزین" تحقيقي رپورټ له مخې په معركه حق كښې د پاكستان لخوا خوړلې ماتې د هند هوائي پوځ لپاره يو يرونكے خوب جوړ شوے د۔ په رپورټ كښې انكشاف شوے چې د پاكستان او هند ترمينځه د 52 …

اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) نړيوال تحقيقاتي رپورټ د انتها خوښي مودي حكومت او ماتې خوړلي هندي پوځ تش د نامې وقار نړۍ ته ښكاره كړے دے۔ د برطانیې د دفاعي جريدې “کِی ایرومېګزین” تحقيقي رپورټ له مخې په معركه حق كښې د پاكستان لخوا خوړلې ماتې د هند هوائي پوځ لپاره يو يرونكے خوب جوړ شوے د۔ په رپورټ كښې انكشاف شوے چې د پاكستان او هند ترمينځه د 52 دقيقو په جنګ كښې د هندي فضائيه 4 رافيل الوتكې نسكورې كړې شوي ۔ د نسكورو شوو رافيل الوتكو سیریل نمبرې BS001، BS021، BS022 اور BS027 وې۔ رپورټ له مخې هند په دې سيريل لمبرو د خپلو الوتكو كوم ښكاره عكسونو ښودلو كښې ناكامه راغلے دے۔ د هند فضائيه په مجموعي زيان كښې 4 رافیل، مګ 29، اېس یو 30 او هیرون ډرون شامل دي۔ په رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي پاکستاني سائبر یونټس د هند نزدې 96 فیصد سوشل نېټ ورکس او ډیجیټل نظام مفلوج كړو۔ دې څخه وړاندې د هند چیف آف ډیفنس اسټاف جنرل انیل چوهان بلومبرګ ته وركړې خپله مركه كښې د هند الوتكو تباهي تسليم كړې وه۔

مزید خبریں