سډني بريد ٬ په نړيواله كچه په هند د رياستي ترهګرۍ تورونه ٬ د پاكستان د دريځ تائيد

اسلام آباد/ سډني ۔16دسمبر(اے پي پي) په سډني كښې د رامخې ته شوي اوسني ترهګر بريد څخه وروستو په هند په نړيواله كچه رياستي سرپرستۍ كښې د ترهګرۍ خپرولو سنګين تورونه لګولې شوي دي كوم چې د ابلاغ نړيوالو سرچينو او امنيتي راپورونو په ډاګه كړې دي۔ د مبصرين له مخې دا پېشرفت د پاكستان د هغه پخواني دريځ تائيد كوي چې هند نه يوازې په مقبوضه كشمير او پاكستان …

اسلام آباد/ سډني ۔16دسمبر(اے پي پي) په سډني كښې د رامخې ته شوي اوسني ترهګر بريد څخه وروستو په هند په نړيواله كچه رياستي سرپرستۍ كښې د ترهګرۍ خپرولو سنګين تورونه لګولې شوي دي كوم چې د ابلاغ نړيوالو سرچينو او امنيتي راپورونو په ډاګه كړې دي۔ د مبصرين له مخې دا پېشرفت د پاكستان د هغه پخواني دريځ تائيد كوي چې هند نه يوازې په مقبوضه كشمير او پاكستان بلكې كاناډا ٬ امريكا او اروپائي هېوادونو كښې هم په منظم ډول ترھګريزو كارروايئو كښې ككړ پاتي شوے دے۔ د ذريعو له مخې په سډني كښې رامخې ته شوے دا بريد د هند په نړيواله كچه د مبينه سپانسرډ ترهګرۍ يو بل ښكاره ثبوت ګرځولے شي۔ د آسټریلیا د امنيتي چارواكو او ايجنسيو لخوا د هند استخباراتي ايجنسۍ’’را‘‘ سره د رابطو اطلاع هم رامخې ته شوې ده۔ د رپورټ له مخې په بريد كښې ككړ مركزي تورن ساجد اكرم د هند په پاسپورټ نړيوال سفر وكړو۔ د فلپائن امېګرېشن چارواكو له مخې د سډني فائرنګ پېښه كښې ككړ د هند شهريت لرونكې پلار او ځوي بريد څخه وړاندې د فلپائن سفر وكړو۔ د بي بي سي رپورټ له مخې د فلپائن امېګرېشن تصديق كړے چې ساجد اكرم په هندي پاسپورټ د فلپائن سفر كړے۔ د آسټرېليا براډ کاسټنګ كارپورېشن له مخې امنيتي ذريعو ادعا كړې چې ساجد اكرم او نوېد اكرم تېره مياشت په فلپائن كښې عسكري تربيه ترلاسه كړه او دغې څخه وروستو د سډني پېښه رامخې ته شوه۔ د بلومبرګ له مخې په سډني ترهګر بريد د هندي خارجه وزارت لخوا تر دې دمه كوم رسمي غبرګون نه دې رامخې ته شوے ۔ د مبصرينو وېنا ده چې د هند خارجه وزارت غلې پاتې كېدل دا تورونه لا قوي كوي چې په دې بريد كښی هندي نژاد عناصر نېغ په نېغه ككړ كېدے شي

مزید خبریں